روسيه په نږدې اونيو کې مصر ته دالوتکو د ساتني سیستمونه استوي

مصر ته د هوايي د فاعي سيستمونه «President –С» ليږل به په نږدې راتلونکې اونيو کې تر سره شي. دامطلب د جمعي په ورځ «دراديو الکترونيکې تکنالوژی» د شرکت لومړۍ مرستيال ايګور ناسينکوف ژورنالستانو ته څر ګند کړ.

“President-C” په پوځي او ملکې الوتکو او ددې ترځنګ هليکوپتروکې، دالوتکو ضد توغندي کمپلکسونو او همدارنګه د دښمن د هوايي مدافعي سيستمونو او دسمندر نه دالوتکو ضد توپونو د رانسکورولو څخه د ساتني دپاره کارو ل کيږي.

“President-C” په ځانګړي توګه KA-52، Mi-28N او Mi-26 هليکوپترو کې ځای پر ځای کيږي « د استولو بهير به يي په نږدي راتلونکو اونيو کې تر سره شي» — دامطلب ناسينکوف څر ګند کړ. په دې اړه موافقه په ۲۰۱۵ کال کې لاسليک شوي وه.

Author

خروج از نسخه موبایل