په ایران کې د اور د جشن په ترڅ کې دری تنه وژل شوي او ۲۵۰ تنه نور ټپیان شوي دي

په ایران کې د اور د جشن په ترڅ کې دری تنه وژل شوي او ۲۵۰ تنه نور ټپیان شوي دي

په ایران کې د اور د جشن د لمانځنې په ترڅ کې لږ تر لږه دری تنه وژل شوي او ۲۵۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

ددغه جشن په ورځ چې د کال د وروستې چهارشنبې په ورځ لمانځل کېږي، ایرانیان د اور د نغري څځه ټوپونه وهي او په لږه کچه چاودنو ته هم زړه ښه کوي.

ویل کېږي، چې د قزوین په ښار کې ۲۴ کلن سړی او د رشت په ښار کې ۱۵ کلن هلک د جشن په ویاړ د چاودنو له کبله وژل شوي دي. او په تهران کې د یو ۴۵ کلن سړی زړه د چاودنې له کبله دریدلی دی.

د بیړنیو پیښو او د ژغورلو د ادارې د استازی مشتبا خالدی په وینا؛ تر ټولو ډیري پیښې د تهران او فارس په ولایتونو کې ثبت شوي دي. د ویلو وړ ده، چې د زیانمن شوو په شمیر کې هغه کسان چې عمر یې تر ۲۰ ټیټ دي، ډیر شامل دي.

Author

خروج از نسخه موبایل