لومړی ځل ښځينه وو پيلوټانو سعودي ته الوتنه کړې

د دې پرواز کپتانه شريفه زرينه وه، او سرينه نورالدين او ډي کى ناديه يې مرستيالانې وې

سعودي کې ان د مېرمنو لخوا د موټرو په چلولو بنديز دى خو دې دريوو پيلوټانو چې د الوتکې ټول کار کوونکي يې مېرمنې وې له برونايي څخه جدې ته بويننگ مسافر وړونکې الوتکه الوزولې.

دغه الوتنه د برونای د خپلواکۍ په ورځ شوې ده.

يو شمېر کسان دا په سعودي کې د مېرمنو د حقونو په تړاو يو پرمختگ بولې.

تېر کال په دې هېواد کې په لومړي ځل مېرمنو وکولى شول چې د ښاروالۍ په ټاکنو کې برخه واخلي او هم نژدې زرو کسانو د کانديدانو په توگه نوم ليکنه کړې وه.

مېرمنو ته په ټاکنو کې د دې اجازه پخواني بادشاه عبدالله کړې وه. دې ته د نوموړي د مېراث د يوې مهمې برخې په توگه کتل کېږې.

د دې پرواز کپتانه شريفه زرينه وه، او سرينه نورالدين او ډي کى ناديه يې مرستيالانې وې.

شريفه په ٢٠١٣ کال کې برتانيا کې روزل شوې او د برونای لومړنۍ پيلوټه وه چې د لندن له هېترو هوايي ډگر څخه يې بوينگ الوتکه پورته کړې وه.

دې په ٢٠١٢ کال کې د برونايي ټايمز ورځپاڼې ته ويلي وو ” ترکومه چې پېلوټۍ پورې اړه لري خلک ورته تر ډېره د يوې داسې دندې په توگه گوري چې نارينه په کې غوڅ اکثريت لري”.

تېر کال په دې هېواد کې په لومړي ځل مېرمنو وکولى شول چې د ښاروالۍ په ټاکنو کې برخه واخلي

نوموړې وايي “دا يوه لويه لاسته راوړنه ده، دا ځوان نسل په ځانگړې توگه نجونو ته ثابتوي چې هغوي د هرڅه هيله لري ترلاسه کولى يې شي”.

سعودي عرب د نړۍ يواځينى هېواد دى چې ميرمنې په کې د موټر چلولو اجازه نلري.

که څه هم تخنيکي پلوه د مېرمنو لخوا موټر چلولو غير قانوني نه دي ، خو د موټرو چلولو لايسنس يا جواز يواځې نارينه و ته ورکول کېږي.

هغه مېرمنې چې د موټر چلولو په حال کې ليدل کېږي، جريمه يا هم نيول کېږي.

د سعودي گڼو مېرمنو ددې محدوديت نرمولو لپاره يو کمپاين هم پيل کړى دى، دى لړکې په ټولنيزو شبکو کمپاين هم شامل دى

Author

خروج از نسخه موبایل