د رسنۍ په حواله ویل کېږي، چې دغه ګډ پوځ د موصل ښار ته چې د « داعش » ډلې لخوا نیول شوی دی، نژدی کېږي.
د «ریټر» خبري آژانس د رسنیو په حواله خبر ورکوي، چې د سې شنبې په ورځ د «بدر» د ټولنې مشر هادی الامیری د کردستان د سمیز حکومت د کورنیو چارو وزیر کریم سنجر او د عراق د دفاع د چارو وزارت استازو سره په کیرکوک کې کتنه وکړه، د کتنې په پایله کې د«Al-shirqat» او د کرکوک د«Baiji» د سیمو د نیولو پلان په هکله خبري وشوي.
«Al-shirqat» چې د کیرکوک څخه د لویدیځ په لور سل کیلومتره او د«Baiji» څخه د شمال په لور۱۰۰ کیلومتره لری واټن کې موقعیت لري، د«Al-shirqat» د سیمې د کنترول چارې د “Peshmerga” او د«Baiji» سیمې د کنترول چارې د«بدر» په واک کې دی.