سولې عالي شورا: د مارچ تر پايه به له مخالفينو سره مخامخ خبرې وکړو
د افغانستان د سولې عالي شورا وايي د طالبانو جلا شوې ډلې چې مشر يې ملا رسول دی د سولې د خبرو په اړه مثبت نظر ورکړی دى.
د سولې شورا هيله لري چې له وسله والو مخالفینو سره به مخامخ خبرې د روانې میاشت تر پایه وشي
د گلبدين حکمتيار په مشرۍ د اسلامي گوند له خوا هم د سولې په خبرو کې د گډون خبره شوې ده.
خو د ملا منصور په مشرۍ د طالبانو ډلې له خبرو تر اوسه انکار کړى دى.
زموږ همکارې نجما ځلا پرې دغه راپور چمتو کړی دی.