د دغه امر له مخې د روسي ځواکونو وتل به سې شنبې پيل شي
د روسيې دولتي تلويزيون خبر ورکړی چې د دغه هېواد ولسمشر ولادي مير پوتين له سوريې څخه د خپلو پوځونو د ايستلو امر کړی دی.
د دغه امر له مخې د روسي ځواکونو وتل به سې شنبې (۱۵ مارچ) پيل شي.
نوموړي ک
د روسيې د دفاع وزير دميتري پسکوف په وينا، ښاغلي پوتين خپله پرېکړه د ټيليفون له لارې د سوريې د ولسمشر بشار اسد سره هم شريکه کړې ده.
سوري چارواکو، په يوه خبرپاڼه کې د دواړو ولسمشرانو له خوا د روسي ځواکونو د وتلو په اړه پرېکړه تاييد کړې ده.
ښاغلي پوتنين خپل د دفاع او بهرنيو چارو وزارتونو ته ويلي، چې په سوريه د دغه هېواد هميمم او د طرطوس اډې به خپل فعاليت ته دوام ورکوي.
روسيه د سوريې د ولسمشر بشار اسد يو مهم ملاتړی هېواد بلل کېږي او د تېر کال له سپټمبر مياشتې راهيسې د سوريې حکومت سره د سيمو په نيولو کې مرسته کوي.
بل خوا د سوريې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي سټېفن ډي ميستورا د سولې وروستۍ خبرې يوه “ريښتنې شبېبه ګڼلې او وايي که ناکامې شي بديل به يې جګړه وي”.
د سوریې په روانه پنځه کلنه کورنۍ جګړه کې له ۲۵۰ زرو ډېر وګړي وژل شوي او ۱۱ میلیونه نورو د خپلو کورونه پرېښودو ته اړ ايستل شوي دي.