ترکيې د پي کې کې پر هدفونو هوايي بريدونه کړي

ترکیې د هېواد په جنوب ختيځ او په عراق کې د کوردي ياغيانو پر وړاندې پوځي عمليات پيل کړي دي.

د ترکيې د پوځ په وينا جنګي الوتکو د قنديل او ګارا په سيمو کې د کوردانو کارګر ګوند پي کې کې پر هدفونو يو شمېر هوايي بريدونه کړي دي.

پي کې کې هم د ترکي پوځي د دغو بريدونو پخلی کړی دی.

د ترکيې پلازمېنه انقره کې د ځانمرګي بريد په ترڅ کې ۳۷ کسان وژل شوي وو چې وروسته د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان ويلي وو چې د ترهګرو پر وړاندې به عمليات ترسره کوي او ترهګر به په “ګونډو” کوي.

نوموړي ويلي چې دا ډول بريدونه د پوځ عزم نور هم قوي کوي.

دغه چاودنه د ښار په مرکزي او د ګڼې ګونې په سيمه کې رامنځ ته شوې وه ، د ترکيې د روغتيا وزير په وينا ۷۰ کسان په دغه پېښه کې ټپيان شوي هم وو چې د ۱۹ حالت يې نازک ښودل شوی دی.

حکومتي چارواکي د دغه بريد پړه د کوردانو پر کارګر ګوند پي کې کې اچولې او وايي بريد د دغه ډلې د يوې ښځينه غړې له خوا ترسره شوی دی.

په وروستيو څو مياشتو کې کوردي ياغيانو او “اسلامي دولت” نومې ډلې په ترکيه کې ګڼ بريدونه کړي چې په لوی شمېر مرګ ژوبله يې اړولې ده.

تېره مياشت په انقره کې هم د پوځيانو پر یوه کاروان برید شوی و چې لږ ترلږه ۲۸ کسان په کې وژل شوي وو.

Author

خروج از نسخه موبایل