په ترکیه کې د چاودنې له امله 34 کسان وژل شوي او 125 نور ټپیان دي

په ترکیه کې د چاودنې له امله ۳۴ کسان وژل شوي او ۱۲۵ نور ټپیان دي

په ترکيه کي د موتر بم په چاودنه کي له سلو ديرو کسانو ته مرگ ژوبله اوشتي ده ويل شوي چي په دي چاودنه کي خلور ديرش کسان وژل شوي او يو سل پنخه ويشت نور تپيان دي

په تیره یوه میاشت کې دا دوهمه خونړۍ چاودنه ده چې په ترکیه کې رامنځ ته کیږي. دا چاودنه تیره ورځ ماښام مهال د اوو بجو په شاوخوا کې د موټرو یوه تمځای ته نږدې رامنځ ته شوې، په هغه سیمه کې چې د لومړي وزیر دفتر او ډيری نور مهم دفترونه شتون لري.ددې چاودنې غږ له څو کیلو مترۍ څخه اوریدل شوی دی.

شاهد: “ده ویلي زه د پلورنځي مخامخ وم، ډیره ویرونکې وه، کله چې چاودنه وشوه پر ځمکه پریوتم په دې نه پوهیدم چې څه وکړم هیله مند یم چې هیڅوک له داسې پیښې سره مخ نشي داسې ښکاریده چې نړۍ پای ته ورسیده لوی اور مې ولید او د چاودنې زړه بوګنونکی غږ مې واورید یو نیم ساعت تیر دی خو اوس مې هم زړه دربیږي تر اوسه هم په شک کې یم.”

د ترکیې د روغتیا وزارت ویلي: په دې چاودنه کې څلور دیرش کسان وژل شوی او یو سل پنځه ویشت نور ټپیان دي. ددې چاودنې په غبرګون د ترکیې لومړي وزیر ویلي ترهګر ملکي کسان په نښه کوي ځکه چې له امنیتي ځواکونو سره د مبارزې توان نلري. اردوغان د ملي یوالي غوښتنه کړې ویلي یې دي: ترکیه دا د ځان حق بولي چې په راتلونکې کې ددې ډول بریدونو مخنیوی وکړي.

په داسې حال کې چې تر اوسه ددې چاودنې پړه چا او نه هم کومې ډلې پر غاړه اخستې خو دوه چارواکیو ویلي: کیدای شي دا برید د پې کې کې له لوري تر سره شوی وي.

بل لور ته د ترکیې کورنیو چارو وزیر ویلي: په دې هکله څیړنې روانې دي او ډير ژر به هغه کسان وپیژندل شي کوم چې په دې برید کې یې لاس درلود. ترکیه چې د ناټو او امریکا ملګری هیواد دی د سوریې او عراق په تړاو له ډيریو ستونزو سره مخ ده په داسې حال کې چې له لسیزو راهیسې د کردستان بیلتون غوښتونکو سره په جګړه هم بوخته ده او په دې وروستیو کې ترکیې پر خپلو مخالفینو بریدونو ته زور ورکړی دی.

Author

خروج از نسخه موبایل