هرات کې د طالبانو خپلمنځي نښتو ۱۵۰ کسان وژلي

له طالبانو د جلا شوې ډلې مرستیال وايي په هرات ولایت کې د ملا محمد رسول او ملا اختر محمد پورې تړلو کسانو تر منځ نښتو کې نژدې ۱۵۰ تنه وژل شوي دي.

کابل کې زموږ همکار خوشحال تایب پخپل راپور کې وايي، د هرات ولایت، شینډنډ ولسوالۍ په زیر کوه سیمه کې د ملا اختر محمد منصور او ملا محمد رسول د پلویانو تر منځ نښتې شپږ ورځې مخکې پیل شوې. د هرات پولیس وايي په دغو نښتو کې د دواړو خواوو لسګونه پلویان وژل شوي دي او ملکي وګړو ته هم تلفات اوښتي دي.

د هرات د امنیې قومندان مجید روزي وايي د طالبانو په شا تمبولو لپاره عملیات پیل شوي دي:

   د تېر ۲۰۱۵ کال د نومبر پر اتمه د افغانستان سويلي ولايت زابل کې ځايي چارواکو ادعا وکړه چې د ملا اختر محمد منصور او منصور دادالله د ملاتړو ترمنځ نښته کې شاوخوا ۷۰ تنه وسلوال وژل شوي دي.

”د راپورونو له مخې په څو ورځنیو جګړو کې د طالبانو د دواړو ډلو تر ۲۰۰ ډېر کسان وژل شوي دي. د سیمې د خلکو تلفات لږ دي خو کره شمېره یې لا نه ده معلومه، یو پلاوی سیمې ته استول شوی دی، چې هلته د جګړې له امله د بیځایه شویو کسانو شمېر معلوم کړي چې مرسته ورسره وشي. د شینډنډ ولسوالۍ لویدیځ او ختیځ پاک شوي او نن هڅه کوو چې د زیر کوه سیمه هم له مخالفو وسله والو پاکه کړو”.

د ملا محمد رسول په مشرۍ له طالبانو د جلا شوې ډلې مرستیال عبدالمنان نیازي له بي بي سي سره په خبرو کې ومنله چې په دغې جګړې کې ملا محمد رسول ته وفادار دېرش تنه وسله وال او د ملا اختر محمد منصور شاوخوا سل تنه پلویان وژل شوي دي.

طالبانو چې د ملا محمد عمر د مړینې تر اعلان وروسته په ډلو ووېشل شول، وړاندې تر دې موافقه کړې وه چې د یوه نوي مشر تر ټاکلو به اوربند کوي.

اوس ښاغلی نیازی ادعا کوي چې ملا اختر محمد منصور د پاکستان د فشار له کبله دا جګړه پیل کړې ده، او پاکستاني جنګیالي د جګړې په ډګر کې د ملا اختر محمد منصور په ملاتړ جنګیږي:

”د جګړې اصلي لامل دا دی چې پر ملا منصور د ګاونډیانو په تېره بیا د پاکستان ډېر فشار دی، چې د ملا عبیدالله، ملا محمد عمر، منصور داد الله او ملا برادر د شهادت په ګډون ځینې رازونه پټ وساتي”.

د ملا محمد رسول په مشرۍ له طالبانو د جلا شوې ډلې مرستیال عبدالمنان نیازي له بي بي سي سره په خبرو کې ومنله چې په دغې جګړې کې ملا محمد رسول ته وفادار دېرش تنه وسله وال او د ملا اختر محمد منصور شاوخوا سل تنه پلویان وژل شوي دي.

وړاندې تر دې د طالبانو دغو دوو ډلو پورې تړلو کسانو په فراه، اروزګان، زابل او ځینو نورو سیمو کې نښتې سره کړې دي.

نوې نښتې داسې مهال کیږي چې افغان حکومت او نړیوال ملګري یې دغه ډلې د مخامخ خبرو ډګر ته هڅوي.

تر دې دمه د مخامخ خبرو نېټه لا نه ده ټاکل شوې، طالبانو ویلي تر هغه یې چې شرطونه نه وي منل شوي، خبرې به ونه کړي.

د تېر ۲۰۱۵ کال د نومبر پر اتمه د افغانستان سويلي ولايت زابل کې ځايي چارواکو ادعا وکړه چې د ملا اختر محمد منصور او منصور دادالله د ملاتړو ترمنځ نښته کې شاوخوا ۷۰ تنه وسلوال وژل شوي دي.

Author

خروج از نسخه موبایل