امريکا او سويلي کوريا پوځي آزمويني پيل کړې دي

امريکا او سويلي کوريا پوځي آزمويني پيل کړې دي

دا آزمويني تيره ورځ په داسي حال کي پيل شوې چي د کوريا په تاپو وزځمه کي ناندريو زور اخستی دی

سویلي کوریا چارواکیو ویلي: دا اوه میاشتینۍ مانورې تر ټولو پوځي آزموینه ده. په دې مانورو کې له درې سوه زره ډیرو سرتیرو ونډه اخستې چې له دوی څخه یې پنځه لس زره امریکایان دي. د امریکا سمندري ځواکونو د چارواکیو په وینا، په دې پوځي آزموینه کې به پنځه پنځوس الوتکې او د دواړو هیوادونو دیرش الوتکې هم وکارول شي.

بله خوا شمالي کوریا دا مانورې اټومي جګړه ښودلې، د غندلو ترڅنګ یې ژمنه کړې چې دې مانورو ته به هر اړخیز ځواب ورکړي.

له کله چې د سویلي کوریا اوامریکا له لوري په ګډه څلورمه پوځي آزموینه پیل شوه د دواړو خواوو ترمنځ ناندریو ته زور ورکړل شوی دی او د ملګرو ملتونو له لوري په شمالی کوریا سخت بندیزونه لګول شوي دي.

Author

خروج از نسخه موبایل