د يونان په پوله کي په لسگونه زره آسيايي او افريقايي کدوالو ته ميشت خايونه ورکرل شوي

د يونان په پوله کي په لسگونه زره آسيايي او افريقايي کدوالو ته ميشت خايونه ورکرل شوي ترخو په دي داده شي چي اروپا ته د تگ لاري بندي شوي او دي هيوادونو ته تلل ناشوني شوي دي

د را رسیدلو ریپوټونو له مخې دې لسګونه زره کسانو ته د یونان په پوله کې په داسې حال کې ځای ورکړل شوی چې اوس هم د اروپا په لور په لسګونه زره کورنۍ روانې دي. بله لور ته ځینې اروپایي هیوادونو چې سویډن اطریش او مقدونیه هم شتون لري د کډوالو پر مخ لارې تړلې دي.

په دې سیمه کې چې نم لري او لنده ځمکه نږدې دولس زره کډوال سره را ټول شوي او په دوی کې په زرګونه ماشومان هم لیدل کیږي دوی مرستو ته سترګې په لاره دي. نسرین شکوه له هغه زرګونو میرمنو څخه سوري میرمن ده چې د پولې د پرانستلو په تمه ده ددې په وینا په دې سیمه کې حالات د زغملو وړ ندي.

نسرين شکوه – ” زما او زما د ماشومانو لپاره دلته ژوند کول د زغملو وړ ندي زه دا حالت نشم زغملی لس ورځې کیږي چې دلته یو او لږ او څه انساني حقونو برخمن نه یو ماشومان بیده کیږي خو زه نشم بیده کیدلی.”

د شکوې کور واله درې کاله وړاندې په حلب کې په یوه چاودنه کې ووژل شو دې ویلي د خاوند مړینې سخته خواشینې کړې او له ده پرته د کورنۍ مشري ورته ستونزمنه ده

نسرين شکوه – “ډیره سخته ده د کورواله له مړینې مخکې زه د کور میرمن وم هغه زما لپاره هر څه وو خو اوس زه د ماشومانو لپاره مور یم هم پلار او دا ډیره سخته ده.”

د پولو تړل کیدل د راتلونکې نامالومه برخلیک لوږه او تنده د دې کدوالو نورې ستونزې دي

تیره اونۍ په ډې سیمه کې کډوال په داسې حال کې په نښته بوخت شول کله چې دوی ته خواړه او د سوند توکي ورکول کیدل په دې پیښه کې یو کس تپي شوی هم دی

ډيری دا کډوال تر شنې آسمان باران لاندې او په سړه هوا کې بیده کیږي یونان تر اوسه اروپا ته د تګ له اصلي لارو څخه شمیرل کیده او اوس مهال په دې هیواد کې د لسګونه زره کډوالو شتون دا هیواد له نویو ستونزو سره مخ کړی دی.

ددې هیواد دفاع وزیر ویلي دوی په ټول هیواد کې د دیرشو زرو کډوالو د شتون امکانات نلري دا په داسې حال کې ده که چیری حالات په همدي ډول دوام ولري تر راتلونکې اونۍ به دې هیواد ته د کډوالو شمیره پنځوسو زرو کسانو ته ورسیږي.

Author

خروج از نسخه موبایل