دې میستورا: «نرمښت» – زموږ د کړنو شعار دی

د سوریې خپلمنځې خبرې اترې به د مارچ پر ۱۴-مه په ژېنېو کې پیل شي او لس ورځې به دوام ومومي. په دغو خبرو اترو کې د سوریې د ټولو ښکېلو لوریو استازي ګډون ولري.

د سوریې لپاره د ملګروملتونوټولنې ځانګړي استازي ستیفن دې میستورا د ژېنېو خبرواترو په درشل کې د روسیې د ریانووستي اژانس سره په مرکې پر دې رڼا واچوله، چې د ملګروملتونوټولنه دا ځل له دغو خبرواترو د کومې پایلې د لاسته راوړلو په هڅه کې ده او په سوریه کې اوربند په څومره اغېزمنتوب عملي کیږي او مراعاتیږي.

دې میستروا وایي: «موږ د خبرواترو د کېدا د نوې لارې د جوړولو په هڅه کې یو. او د خبرواترو دغه لاره د بحثونو پر نامخامخ آر ولاړه ده. د دې معنا داده، چې زه کولای شم چې له مرکچیانو سره په ملتونو ماڼۍ کې لېدنې کتنې وکړم. او دغه ځای زما ډېر خوښیږي. خو زه کولای شم، چې له ځینو ګروپونو سره په میلمه تونونو او نورو ځایو کې هم کتنې وکړم. پخوا مې هم همدغسې کړي دي. ډېره مهمه دا ده، چې زه له دوی سره لېدنې کتنې کوم. خو، دا هم بیخي په ډاګه ده، چې په ملتونو ماڼۍ کې لېدنې کتنې زیاته رسمي بڼه لري. د پېښو بهیر ټول په عواملو پورې تړلی: «نرمښت» — زموږ د کړنو شعار دی. تر ټولو مهمه دا ده، چې دغه خبرې اترې مثبته پایله ورکړي. او دویم مهم ټکی د خبرواترو په بهیر کې د ټولو لوریو ګډون دی».

د سوریې په تړاو د ملګروملتونوټولنې ځانګړی استازی ستېفن دې میستورا زیاتوي: د ژېنېو د خبرواترو په پروګرام کې درې مسألې د بحثونو لپاره غوره شوې. او دغه درې مسألې هغه مسألې دي، چې د ملګروملتونوټولنې امنیت شورا او ۲۲۵۴ ګڼه پرېکړه لیک ټاکلي دي. لومړی مسأله د ټولو لوریو د استازیو به ګډون د نوی حکومت د جوړولو مسأله ده. دویمه مسأله — د هېواد د نوي اساسي قانون جوړول دي او دریمه مسأله په هېواد کې د نوو ټاکنو کېدل دي. او دغه ټاکنې باید د خبرواترو د پیل کېدا له ورځې، چې د مارچ ۱۴-مه ده، ۱۸ میاشتې وروسته وشي. ولسمشریزې او همدارنګه پارلماني ټولټاکنې به د ملګروملتونوټولنې تر څارنې لاندې کیږي.

دې میستورا زیاته کړه: «موږ د وړاندېتګ هیلمن یو. خو د دغه وړاندېتګ په لاره کې به له ستونزو سره مخامخ کیږو. ځکه چې اوس مهال د لوریو دریځونه ډېر سره لرې دي. خو هغه ټول پرابلمونه، چې زموږ په وړاندې راپورته کیږي، باید د سوریې د ملاتړ بین المللي ګروپ ته د حل کېدا په موخه وړاندې شي. زه هیلمن یم، چې هلته حل شي، خو که چېرې هلته هم حل نه شي، باید د ملګروملتونوټولنې امنیت شورا ته د حل کولو لپاره وړاندې شي».

روسیې پخوا دا خبره کوله، چې د ځانګړي استازي دفتر، خبرواترو ته د کوردانو په رابللو کې بېړه نه کوي. اوس د هغو ګروپونو شمېر زیاتیږي، چې په خبرواترو کې ګډون کول غواړي. نو ځکه د سوریې لپاره د ملګروملتونوټولنې له ځانګړي استازي پوښتنه وشوه: تاسې په پام کې لرئ، چې د خبرواترو په بل پړاو کې د هغو اپوزیسیوني ګروپونو په حساب د خبرواترو د ګډونوالو نوملړ اوږد کړی، چې د سولې په خبرواترو کې ګډون لري او دغو خبرواترو ته نوي کسان هم راوغواړئ؟

ستېفن دې میستروا د دغې پوښتنې په ځواب کې وایي: «د خبرو اترو په تړاو دریځ دا دی، چې د دغې لړۍ وروستۍ کتنه پرې او وځنډول شوه، لغوه شوې نه وه. داسې وځنډول شوه، چې ته به وایې، چې برخه وال یې ډوډۍ خوړلو ته تللي او یا په رخصتۍ تللي دي، که څه هم د خبرو د ځنډېدا علت دا نه وو. له همغه وخته راهیسې تر اوسه پورې کوم بدلون نه دی راغلی. نو ځکه موږ نوي بلنلیکونه نه لېږو، موږ هغه چا ته، چې پخوا یې په خبرواترو کې ګډون کړی وو، یوازې دا خبره کوو، چې راستانه شي، ځکه چې راغلی ځنډ پایته ورسېد».

ستیفن دې میستروا په سوریه کې د اوربند په ځانګړي ګروپ کې د روسیې فدراسیون او امریکا متحدو ایالتونو کار لوړ وارزاوه. د سوریې لپاره د ملګروملتونوټولنې ځانګړي استازي د خپلې وینا په پای کې په ټینګار وویل: «زه داسې ګڼم، چې هغه تړون، چې د روسیې فدراسیون او امریکا متحدو ایالتونو په ابتکار په مونشن کې لاسلیک شو، ډېر مهم دی. دوی په دوو ساحو کې وړاندېتګ شونی کړ. یوه د بشري مرستو د رسولو ساحه ده. موږ وکړای شول، چې له ۲۳۵ زرو وګړو سره مرستې وکړو او غواړو، چې له ټولو شته ستونزو سره سره زیات شمېر وګړو ته مرستې ورسوو. په داریا او دير الزور‎ کې اوس هم ستونزې شته. خو د یادولو وړ وړاندېتګ هم راغلی دی. پروسږ کال وړاندېتګ بیخي نه وو».

Author

خروج از نسخه موبایل