جرمني وايي د ‘داعش’ غلا شوي اسناد ‘شاید رښتیا وي’

د جرمني د کورنیو چارو وزیر ویلي، باور کوي چې د ‘ داعش ‘ ډلې د سلګونو جنګیالیو د جلب او جذب په تړاو غلا شوي اسناد رښتیا ويبغلان (1).

توماس دي میزیر وویل، دغه اسناد له قضايي سیستم سره ددغې ډلې د غړو د وړاندې کولو په تړاو مرسته کولی شي او دغې ډلې ته د نورو جنګیالیو د ورماتېدو مخه نیسي.

اټکل دی چې د جرمني او بریتانیا خبري رسنیو ته د ‘ داعش ‘ ډلې رسېدلي اسناد او معلومات ښيي، چې دغې ډلې له پنځوسو هېوادونو کسان ورجذب کړي دي.

داسې رپوټونه هم شته چې په اسنادو کې ۲۲ زره نومونه راغلي، چې ډېری یې تکراري دي.

ښکاري چې په دغو اسنادو کې د یادو کسانو نومونه، پتې او د تیلېفون شمېرې هم دي.

په جرمني کې د ترهګرۍ پروړاندې د مبارزې پولیس اوس دغه اسناد په دقت سره څېړي.

دي میزیر وویل: ”د جرمني د څېړنو فدرالي دفتر په خپل اټکل سره وايي چې شاید دغه اسناد رښتیا وي”.

نوموړی زیاتوي: ”ویلی شو چې په دې سره د ‘ داعش ‘ ډلې د جوړښت په اړه ځانونه ښه پوهولی شو”.

د بریتانیا د کورنیو چارو وزیرې تیریزا مای وویل، د ‘ملي امنیت پر اړوندو’ چارو غبرګون نه ښيي، خو وايي ”طبیعي ده چې دغه ډول اسناد همکاري کولی شي”.

دې ویلي، ‘ داعش ‘ ډله ”لوی ګواښ دی… مهمه دا ده چې په ګډه کار وکړو او ددغه ګواښ مخه ونیسو”.

سرچینې د ابو حامد په نامه د یوه سړي – چې د ‘ داعش ‘ ډلې وسله وال و، له خولې ویلي، د دغې ډلې له مشرتابه ناهیلی شوی دی.

ابو حامد وايي، داسې اسناد یې تر لاسه کړل، چې ددغې ډلې مشر ته د ځانګړو امنیتي کسانو اړوند معلومات پکې وو، او ترکیې ته یې وسپارل.

Author

خروج از نسخه موبایل