اوبا ما پر سعودي عربستان او په منځني ختيځ کې دامريکا پر متحدينو نيوکې کړي دي

د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر بارک اوباما په منځني ختيځ او ارو پا کې خپل يو شمير متحدين « ډوډۍ خواړه» وبلل کوم چې هڅه کوي خپلي شخصي ستونزي د امريک472827ا په مټ حل کړي.

دامريکا ولسمشر بارک اوباما د Atlantic ورځپاڼې سره په مرکه کې د ټولو هغو هيوادونو نومونه ياد نه کړل چې دده په عقيده داډول کړنې تر سره کوي. خو د دې سره همهاله دامريکا متحده ايالاتو ولسمشر وويل چې سعودي عربستان ته لازمه ده په سيمه کې د ايران سره د ژوند کولوزده کړه وکړي. دې سره همهاله دامريکا متحده ايالاتو ولسمشر يادونه وکړه چې ايران د څو لسيزو په اوږدو کې د امريکا دښمن ګڼل کيده. داوباما په قول همدا اوس چې د ايران سره مناسبات ښه شوي دي واشنګتن د ايران ګټو ته د خپلو پخوانيو متحدينو په پرتله ترجيع نه ورکوي. دامريکا متحده ايالاتو ولسمشر بارک اوباما وايي چې د «اسلامي دولت» سخت دريځ سازمان (چې دروسيي په ګډون په ډيرو هېوادونو کې يي فعاليت منع دي) په اوس وخت کې د خپل هېواد د پاره جدي ګواښ نه بولي. ايران اوسعودي عربستان په سوريه کې د وسله والې شخړي د سوله يز حل د مهمو لوبغاړو په قطار کې راځي کوم چې څه موده مخکې د پنځو کلونو جګړي وروسته د لومړي ځل دپاره اوربند ټينګ شو.

سعودي عربستان د جنوري په مياشت د تهران سره خپل ديپلوماتيک مناسبات وروسته له هغې وشلول چې سعودي عربستان شيعه ملا نيمره النيمر اعدام او ايران داکار په سختو ټکو سره وغانده. تر دې وروسته د سعودي عربستان متحدينو هم لکه بحرين ، سودان، کويټ او عربي متحده اماراتو خپل روابط له ايران سره قطع کړل.

Author

خروج از نسخه موبایل