غزني ښار کې د داعش ١٣ وسله والو ته مرګ ژوبله واوښته

امنيتي چارواکي وايي چې په لومړي ځل د داعش وسله والې ډلې د غزني ښار اړوند سیمه کې پر يوه پوسته بريد کړى چې د داعش ١٣وسله والو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د غزني امنیه قوماندان مل پاسوال امین الله امرخېل وويل ، چې نن یو شمېر وسله والوکسانو چې مخونه يې په تورو ټوکرو پوښلي وو د غزني ښار د عزیز کلا په سیمه کې پر پوسته برید وکړ.

هغه زياته کړه چې په دې برید کې شپږ وسله وال وژل شوي او اووه نور ټپیان دي.

امنيه قوماندان وايي چې د دوى له موبایلونو څخه داسې ویډیوګانې ترلاسه شوي چې په هغه کې معلومیږې، چې دغو وسله والو د ملي اردو یوشمېر سرتېري په بې رحمۍ سره وژلي دي.

خو قوماندان ونه ویل چې دغو وسله والو د ملي اردو سرتېري چېرته نيولي او وژلي دي.

امرخېل زياته کړه چې په دې برید کې امنیتي ځواکونو ته کوم زیان نه دى اوښتى او په دې اړه پلټنې روانې دي .

دا لومړی ځل ده چې په غزني کې داعش وسله وال برید کوي.

Author

خروج از نسخه موبایل