د تخار د نورابې سيمې اوسېدونکي معلم سعدالله وويل چې له څه مودې راهيسې يو شمېر کسان په دې سيمه کې د سروزرو د کان پر ايستلو بوخت وو.
هغه وايي: ((په کان کې دوى ځيني چاودنې کولې چې خلک يې له ستونزو سره مخ کړي و.))
ده وويل چې څو ورځې وړاندې د کليو خلکو د يادو کسانو مخنيوی وکړ تر څو د کان کيدنه نور بنده کړي.
معلم سعدالله وايي چې د يادې ستونزې د حل په موخه پرون د ولايتي شورا د غړو په ګډون يو دولتي پلاوى دغه کلي ته ورغلی و.
ده زياته کړه: ((دولتي کسان راغلل چ
هغه وويل چې ټپيان د ولسوالۍ روغتون ته لېږدول شوي دي.
د چاه اب ولسوال محمدعطا ياده پېښه تاييدوي خو په اړه يې نور معلومات نه ورکوي.
هغه وويل: ((موږ ته والي ويلي چې له رسنيو سره بايد خبرې ونه کړو او د هرې پېښې په اړه معلومات د والي له مطبوعاتي دفتر سره شريک کړو، نو ما هم د يادې پېښې ټول جزئيات د والي مطبوعاتي دفتر ته سپارلي دي.))
د تخار د والي وياند سنت الله تيمور له تېرې ورځې راهيسې د رسنيو اړيکو ته ځواب نه وايي.
دغه راز د تخار د ولايتي شورا مطبوعاتي مسوول نورالله قانوني پژواک ته وويل: ((د يادې ستونزې د حل په موخه په پلاوي کې زموږ له لوري وکيل صاحب قسيم ورغلى و خو تر اوسه بېرته نه دی راستون شوى او شمېرې يې هم کار نه کوي.))
چاه اب د تخار ولايت له پرتو ولسواليو څخه دى.