د عراق له جګړې وړاندې امریکا دایران هوکړه تر لاسه کړې وه

ښاغلی خلیلزاد په عراق، افغانستان او ملګرو ملتونو کې د امریکا دیپلومات پاتې شوی

د امریکا د مخکیني ولسمشر جورج بوش د ادارې یوه چارواکي ویلي، په ۲۰۰۳ کال پر عراق د امریکا له برید وړاندې واشنګټن له ایراني چارواکو سره اړیکې نیولې وې چې خپل وړاندیزونه مطرح کړي.

د راپور پربنسټ، افغانستان کې زیږېدلي امریکايي دیپلومات زلمي خلیلزاد دا موضوع په خپل کتاب ”استازی” کې راوړې، چې امکان لري دا کتاب ژر خپور شي.

د راپور له مخې، ښاغلي خلیلزاد – چې په عراق، افغانستان او ملګرو ملتونو کې د امریکا استازی پاتې شوی – په خپل کتاب کې لیکلي: ”موږ له ایران دا ژمنه اخیستل وغوښتل، که چېرې د امریکا جنګي الوتکې د دغه هېواد هوايي حریم ته ناڅاپي ننوځي، باید برید پرې ونه کړي”.

ده دا هم لیکلي چې: ”موږ دا هیله هم لرله چې ایران عراقي شیعه ګان په عراق کې د نوي دولت په جوړښت کې رغنده ګډون ته وهڅوي”.

ددغو رپوټونو پربنسټ، ښاغلي خلیلزاد د سپینې ماڼۍ په امر په هغه وخت کې ملګرو ملتونو کې د ایران له استازي محمد جواد ظریف سره مطرح کړې وې.

ددغه راپور پر اساس، دواړو غاړو د سویس په ژنیوا ښار کې سره وکتل؛ چې تر اوسه یې دا کتنه پټه پاتې شوې وه.

ددغې کیسې په تړاو ښاغلي خلیلزاد ښاغلي ظریف ته وویل، د بوش اداره بغداد کې د یوه دیموکراتیک دولت جوړېدو په درشل کې ده.

ددغه کتاب په حواله لیکلي: ”خو د امریکایانو او ایرانیانو ترمنځ لوی اختلاف په عراق کې د نوي دولت د جوړښت د څرنګوالي په اړه و”.

ښاغلي خلیلزاد په خپل کتاب کې دا هم راوړي چې ”ښاغلي ظریف له جګړې وروسته په عراق کې د ادارې د څرنګوالي په اړه خپلې آیډیاوې لرلې. هغه ویل چې د عراق امنیتي بنسټونه باید له سره جوړ شي، او د صدام د ”بعث” ګوند د مخکینیو غړو د چاڼولو غوښتونکی و. نوموړي د امریکا له خوا د عراق له ښکېلاک سره هم مخالفت کاوه”.

د خلیلزاد په وینا، دغو خبرو پر عراق د جګړې له پیلېدو (د ۲۰۰۳ کال له مارچ) میاشتې وروسته هم دوام درلود، خو د ۲۰۰۳ په مې میاشت کې وروسته تر هغه خبرې پای ته ورسېدې، چې د بوش دولت ایران د القاعدې شبکې هغو غړو ته د پناه په ورکولو تورن کړ، چې په سعودي عربستان کې په ترهګریزو بریدونو تورن وو.

Author

خروج از نسخه موبایل