شمالي کوريا خبرداری ورکړی که چيرې امريکا او سويلي کوريا په روان کال کي هم پوځي آزموني پيل کړي پر دوی به اټومي بريد وکړي
شمالي کوريا ويلي: ددي دوه هيوادونو له لوري گډې پوځي آزمويني به پر سويلي کوريا د بريد لپاره چمتوالی وي
ټاکل شوې په روان کال کې امریکا و سویلي کوریا له دریو سوو زرو د ډيرو سرتیرو په ګډون سره پوځې آزموینې تر سره کړي، په دې مانورو کې به یو زره پنخه سوه امریکاي سرتیري هم ګډون ولري. دا هغه مانورې دي چې هر کال د کوریا په ټاپو وزمه کې د ناندریو لامل ګرځي.
اوس مخکې له دې چې پوځي آزموینه پیل شي پیونګ یانګ
شمال کوریا وایي د سویلي کوریا او امریکا پوځي کلنۍ پوځي مانورې پر شمالي کوریا د برید لپاره چمتوالی دی. بل لور ته د سویلي کوریا د دفاع وزارت خپل ګاونډي هیواد ته د هر ډول بې پروا ګام پورته کونکې په هکله خبرداری ورکړی دی.
اوس مهال د کوریا په ټاپو کې حالات کړکیچن ښکاري او ملګر ملتونو امنیت شورا د شمالي کوریا له لوري د توغندیو او اټومي وسلې له آزموینې وروسته پر دې هیواد ځینې بندیزونه لګولي دي.