حکومت د نشه يي توکو د کر او توليد په مخنيوي کي د پام وړ گام ندی پورته کړی د هرات يو شمير اوسيدونکي له دي سره نشه يي توکيي د افغانان هيرودونکي دښمن ښودلي دي بل لور ته په دي ولايت کي مسولينو ويلي د کوکنارو کر کيله په دي ولايت کي نژدي صفر شوي ده
د هراتي هیوادوالو په وینا: د حاکمانو ترمنځ سیاسي شخړې دډې لامل شوې ترڅو په هیواد کې د نشه یي توکیو مسله په بشپړه توګه له هیره ویستل شي. دوی په دې هکله د اندیښنې په څرګندولو سره ویلي: په دې
ولایت کې د روږدو کسانو شمیره د ورځې په تیریدو سره مخ په لوړیدو ده او حکومت له دې ښکارندې سره د جدې مبارزې هوډ نلري.
دا په داسې حال کې ده چې په هرات کې د سیمه ایزو مسولینو په وینا: په دې ولایت کې د کوکنارو د کر کچه نژدې صفر ته رسیدلې ده. د هرات والي ویاند جیلاني فرهاد ویلي: د روان کال لپاره د نشه یې توکیو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې جدي پلانونه رامنځ ته شوي دي.
له دې تولو سره په دې وروستیو کې په هرات ولایت کې د نشه یي توکیو د تولید کچه ټیټه شوې او د هراتي هیوادوالو په وینا د زعفرانو د کر دودیدلو له مخې د نشه یي توکیو د تولید مخه نیولې ده.