د عراق په پلازمینه بغداد کی د ځانمرګی د برید د قربانیانو شمیر تر ۲۹ تنو ورسید. په دی هکله خبر د ځایی پولیسو په حواله د
په خبر کی ویل شوی؛ چی ځانمرګی د بغداد په جنوب کی د تالاشی د پوستی په څنګ کی له ځان سره یو موټر ته چی د چاودیدونکو توکو ډک وو، چاودنه ورکړه.
له دی مخکی په خبرونو کی ویل شوی وو، چی په دغی ځانمرګی چاودنه کی چی د عراق د پلازمینی بغداد په جنوب کی د تالاشی د پوستی په څنګ تر سره شوی وه، ۱۱ تنه وژل شوی او په لسګونو تنه ټپیان شوی دی.
د ویلو وړ ده؛ چی د دغی پیښی چاودنی پړه د «اسلامی دولټ» تروریستی ډلی په غاړه اخیستی ده. په دی هکله خبر د ځایی رسنیو په حواله د «ریا نوستی» خبری آژانس ورکړی دی.