د ملي امنيت منسوبينو تېره ورځ په ننګرهار ولايت كې له چاودېدونکو توکو ډکه ريکشه نيولې ده.
د ننګرهار ولايت مقام له مطبوعاتي دف
سرچينه وايي، نيول شوي دواړه كسان پلار او زوى دي، چې اوسمهال د بهسودو ولسوالۍ په ثمرخېلو سيمه کې استوګن دي.
سرچينه زياتوي، چې دواړو نيول شويو كسانو په خپلو جرمونو اعتراف کړى او د نورو پلټنو لپاره عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوي دي.
د حکومت کومې مخالفې ډلې تراوسه د دغو نيول شويو كسانو په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.