د عراق اردو د رمادي په ختيځ کې د « داعش » بريد شنډ کړي دي

عراقي پوځيانو د الرمادي په ختيځ کې د « داعش » (چې فعاليت يي په روسيه کې منع دي) بريد شنډ کړي او ۱۷ ترهګر يي وژلي دي. دامطلب د السومریه تلويزوني چينل په انبار ولايت کې د هوايي قوماندان إسماعيل آل محلي له قوله ورکړی دي.

« د داعش وسله وال کسان د الرمادي په ختيځ الحميدي سيمه کې پر پوځي واحدونو حمله وکړه، خو ځواکونه وتوانيدل د دوی یرغل دفع کړي. چې په نتيجه کې ۱۷ وسله وال وژل شوي دي»- د امطلب قوماندان څر ګند کړي دي.

د ده په خبره پو ځيانو دوه کورونه چې ترهګرو دسنګرونو په توګه ترې ګټه اخستله، له منځه وړې دي. او ۱۲ چاوديدونکې توکې چې د ترهګروڅخه پاتي شوي، شنډ کړي دي.

اسماعيل ال محلي وايي چې د ال رمادي ختيځ د ابو عبيد په سيمه کې امريکايي هوايي الوتکو د « داعش » پر مرچلو درې ګوزارونه کړي دي. د ال محلي په خبره د دغو هوايي حملو په ترځ کې لږ تر لږه ۱۴ تر هګر وژل شوي دي.

Author

خروج از نسخه موبایل