د سعودی عربستان یو لوړپوړی چارواکی وایي، په یمن کې د انساني کړکېچن وضعیت په تړاو د ملګرو ملتونو امنیت شورا پرېکړه لیک صادرولو ته اړت
په ملګرو ملتونو کې د سعودي عربستان سفیر عبدالله معلمی ویلي، هېواد یې په یمن کې د بشري وضعیت پر لا خرابېدو اندېښمن دی خو په تړاو یې د امنیت شورا پرېکړه لیک صادرولو اړتیا نه ویني.
هغه په یوه خبري کنفرانس کې وویل، “په اوسني حالت کې فکر نه کوو چې پرېکړه لیک ته اړتیا وي.”
د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف له تېر یوه کال راهیسې په یمن کې پر حوثي یاغیانو بریدونه کوي.
د سعودي د سفیر دا څرګندونې وروسته له هغه دي چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ۱۵ غړو په یمن کې د انساني وضعیت پر خرابېدو کلکه اندېښنه وښوده.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا اوسمهال د یمن په تړاو د پرېکړه لیک پر صادرولو غور کوي او په ځانګړې توګه د بشري مرستو پر استولو او له بریدونو د روغتیایي تاسیساتو پر ساتنې ټینګار کوي.
د بشري مرستو او کومک رسونې په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال سټیفن اوبراین د یمن په جګړه کې پر غیرنظامي مرکزونو په تېره بیا روغتونو او ښوونځیو د بریدونو له امله د جګړې پر ټولو ښکېلو غاړو نیوکه کړې ده.
ملګرو ملتونو تر اوسه څو ځله د سعودي عربستان په مشرۍ له ایتلاف او پر غیرنظامي اهدافو د هغوی د برید له امله نیوکه کړې او هغه یې د نړیوالو بشردوستانه قوانیو نقض بللی دی.