د هم آهنگۍ څلور اړخیزې ډلې د افغانستان د سولې د بهیر د “لارې نقشه” طرحه کړې ده
حکمت خلیل کرزي په کابل کې خبریالانو او د افغانستان او پاکستاني د مدني ټولنې فعالانو سره په خبرو کې وویل چې د افغانستان د سولې په پروسه کې شاملو څلورو هیوادونو د پایدارې او ثمر لرونکې سولې پروسې ” د لارې نقشه” برابره کړې.
ښاغلي کرزي د افغانستان د سولې لپاره د پاکستان هڅې وستایلې او ویې ویل چې “د سولې اوسنی بهیر ښایي په دوو یا دریو راتلونکو لسیزو کې د دواړو هیوادونو [افغانستان اوپاکستان] او د افغانستان او د وسله والو مخالفینو ترمنځ د سولې وروستی فرصت وي.”
افغان مقاماتو تل ویلي دي چې د طالبانو مشران د پاکستان د استخباراتي
دا په داسې حال کې دي چې د ملي امنیت او سیاست په برخه کې د پاکستان د صدراعظم سلاکار سرتاج عزیز په دې وروستیو کې د لومړي ځل لپاره په څرگنده تائید کړه چې د طالبانو مشران د پاکستان په خاوره کې په امن ځای کې اوسیږي.
سرتاج عزیز وویل “مونږ تر یوه حده پر هغوی [طالبانو] نفوذ لرو، ځکه د دې ډلې مشران په پاکستان کې دي، د هغوی کورنۍ په پاکستان کې دي… نو مونږ کولای شو ددې لارې څخه پر هغوی فشار راوړو چې د مذاکرې میز ته راشي.”
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معیین وویل چې د سولې د خبرو څخه سمدستي پایلې واقعبینانه نه دي. خو که دغه هڅې د یاغیانو د تاوتریخوالي د کمیدو سبب شي د هغه په وینا افغانستان ته به “ستره نیکمرغي” وي.
حکمت خلیل کرزي وویل چې په قطر کې د طالبانو دفتر د طالب یاغیانو مشروع ادرس دی او د هغه په وینا د کابل حکومت تیار دی چې د طالبانو له ټولو اړخونو سره چې د قطر د دفتر برخه وي، خبرې او مذاکرې وکړي.
د افغانستان د حکومت او د طالبانو د استازو ترمنځ د سولې مخامخ خبرې په څو راتلونکو ورځو کې په پاکستان کې په داسې حال کې ترسره کیږي چې په افغانستان کې د تیرو شپږو میاشتو راهیسې د وسله والو مخالفینو له لورې تاوتریخوالی خورا زیات شوی دی.