په ليبيا او يمن کې د کيمياوې وسلې د کارونې شونتیا لیدل کیږي

د روسيي د بهرنيو چارو وزير سرګي لوروف ویلي دي چې د حقايقو څخه داسي څر ګنديږي چې د «اسلامي دولت» د ډلې وسله والو کسانو په وار وار په عراق اوسوريي کې بشپړ جنګې کيمياوې وسلې کارولي دی.

او د داډول جنايتونو خطر په ليبيا او يمن کې هم ښکاري. په ژنيو کې د بې وسله کولو په کنفرانس کې لوروف وويل داسي تائيد شوي رپوټونه شته چې «اسلامي دولت» او نورو ترهګرو ډلو په وار وار په سوريه او عراق کې نه يوازي صنعتي زهرجن کيماوې مواد کارولي دي بلکې بشپړه کيمیاوې وسلې يي کارولې دي. د ورته جرمونو خطر په ليبيا او يمن کې هم موجود دي. دامطلب لوروف څر ګند کړ. د دې تر څنګ د ده په خبره داسي معلومات شته چې ترهګروته په منځني ختيځ او شمالي افريقا کې د کيمیاوي وسلو د توليد د پاره اسانتياوي برابري شوي دي. « ترهګروډلو کې د کيمیاوي وسلو د توليد دپاره علمي اوتخنیکي اسنادو ته لاسرسی د ترلاسه کولوپه اړه معومات شتون لري»- دامطلب لوروف څر ګند کړ.

Author

خروج از نسخه موبایل