سعودي عربستان کې میشتو د دولت وسله والو مخالفینو ملګرو ملتونو ته د لیک په استولو سره د سوریې دولت له لوري پر اوربند نیوکه شوې ده ویل شوي چې روسي الوتکو هم اوربند ته سپکاوی کړی. دوی ویلي که چیرې دا حالات دوام ورکړي د ملګرو ملتونو له لوري رامنځ ته شوی اوربند به پای ته ورسیږي879-04.

بله خوا یوه سوریې کارپوه ویلي: د النصرې جبهې ملګرې یو شمیر ډلې په سوریه :ې د اوربند پلویانې ندي:

طارق العباد – ” ځینې داسې ډلې چې د اوربند د پلویتوب اعلان یې هم کړی تر اوسه یې له جګړې لاس ندی اخستی ځکه دا دلې له النصرې سره ښې اړیکې لري او په دې ښه پوهیږې چې له النصرې وروسته به دوی په نښه کیږي.”

د تر سره شوې هوکړې له مخې داعش او النصرې جبهه په دې اوربند کې شتون نلري. د سوریې دولت او نړیوال ایتلاف کولای شي ددې ډلو پر وړانډې بریدونه تر سره کړي.

خو د سوریې یو بل څیړونکی وایي: د سیاسي حل لپاره باید تضمین شتون ولري که نه نو اوربند به دوام ونکړي:

ماذن بلال/ ” شونې نده چې تاوتریخوالی په بیړې له منځه یوړل شي. تر یوې یا دوه میاشتو به د هیواد په ډيریو سیمو کې جګړه پیل شي که چیرې د جګړې د بندلو لپاره تضمین شتون ونلري دا اوربند به تر ډيرې مودې دوام ونکړي.”

له دې سره روسیې د تل ابیض ښار ته نږدې له بریدونو خبر ورکړی دی او له امریکا یې غوښتي ترڅو په دې هکله څیړنه وکړي خو امریکایي چارواکیو ویلي په ډې سیمه کې یې د داعش پر وړاندې عملیات ترسره کړي دي. دا ښار د کردانو په واک کې دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *