دغزني ولايت د مالياتو کچه 25 سلنه لوړه شوي ده

د غزني والي محمد امان حميم ددي کچي د لوړيدو لامل له شرکتونو مالياتو تر لاسه کول ښودلی او دا هغه شرکتونه دي چي په تيرو ديارلسو کلونو کي د سيمه ايزي اداري له لوري ثبت شوي ندي

د غزني والي د ددې ولایت له مستوفیت او نورو کاري ادارو څخه د لیدنې پر مهال ویلي: په روان کال کې د مالیې وزارت له لوري غزني ولایت ته درې سوه درې څلویښت میلیونه افغانی هدف ټاکل شوی وو خو په روان کال کې دا کچه درې سوه یو نوي میلیونه افغانیو ته رسیدلې ده. ښاغلي حمیم ویلي: یو شمیر شرکتونو له کلونو راهیسې په غزنی ولایت کې فعالیت درلود خو مخکینیو ادارو له لوري ثبت شوي نه وو خو کله چې په روان کال کې ددې شرکتونو د ثبتولو په برخه کې ګام پورته شو د مالیاتو کچه هم پنځه ویشت سلنه لوړه شوه.

له دې سره غزني والي د مالیاتو د را ټولولو او د دولت خزانې ته یې د سپارلو په برخه کې اندیښنه ښودلې ویلي یې دي ددې ستونزې د په ډاګه کولو لپاره یې هم کمیسیون رامنځ ته کړی دی.

په داسې حال کې چې د بهرنیو مرستو د کمښت په هکله خبرې روانې دي د مالیاتو ډیروالی ددې مرستو د تشې د ډکوالي لپاره ښه ټاکنه ده خو تر اوسه هم دا نده روښانه چې پّ تیرو کلونو کې مسولینو ولي ددې شرکتونو او نورو ادارو له ثبت څخه ډډه کړې ده.

Author

خروج از نسخه موبایل