برېښنا شرکت وايي په سیمه کې د بریښنا یوه ستنه په بشپړ ډول نسکوره کړل شوې او یوه بله اره کړل شوې چې د بریښنا شرکت په وینا بیا رغاونه یې کومه ستونزمنه چاره نه ده.
د افغان امنیتي ځواکونو له پرمختګ سره همهاله د افغانستان د برېښنا شرکت کاري ډله هم د بغلان ولایت ډنډ شهاب الدین سیم
د بریښنا شرکت ویاند وحیدالله توحیدي وویل کابل ښاریان به وتوانیږي چې نن (د شنبې) شپه د پرچاو شوې برېښنا یوه برخه وکاروي، او په وینا یې تر سبا ماښامه به ټوله برېښنا په نورمال ډول کابل ته راولیږدول شي.
توحیدي بي بي سي ته وویل، د برېښنا شرکت کارکوونکو د جمعې په ورځ د برېښنا د مزو نښلولو کار پیل کړی، چې تر شپې پورې به کابل ته له ۱۴۰ تر ۱۵۰ مېګاواټه پورې برېښنا ولېږدوله شي.
ښاغلي توحیدي وویل چې په سیمه کې د بریښنا یوه ستنه په بشپړ ډول نسکوره کړل شوې او یوه بله اره کړل شوې چې د بریښنا شرکت په وینا بیا رغاونه یې کومه ستونزمنه چاره نه ده.
د بغلان په ډنډ شهاب الدین سیمه کې د بریښنا ستنې د حکومتي چارواکو په وینا د افغان حکومت مخالفانو زیانمنې کړې وې.
خو طالبانو وویل، دا کار د دوی نه دی، بلکې چمتو دي چې اړوند انجینران هلته واستول شي دوی به د برېښنا د پایو رغولو پرمهال د هغوی امنیت ونیسي.
د بریښنا تر پرې کېدو وروسته کابل ښار په تیاره کې ډوب شو، او د ګڼو خلکو کاروبارونه ورسره اغېزمن شول، چې دې چارې د حکومت پر وړاندې د خلکو تاوده غبرګونونه راوپارول.
داد ی شاوخوا یوه میاشت وروسته د برېښنا شرکت تخنیکي ډله په دې توانېږي چې د افغان امنیتي ځواکونو تر پرمختګ وروسته سیمې ته ورشي.
وړاندې د برېښنا شرکت ویلي وو، د برېښنا د نشتوالي له کیله دغه شرکت هره شپه د کابل رڼا کولو لپاره شاوهخوا اتیا زره لیټره تېل سیځي، چې تر ګټې یې لګښت ډېرېدونکی دی.