د عربستان مخکښ پوځي قومندانان: سوریې ته د ځواکونو استول به له ګواښه ډکې پایلې ولري.
په دې وروستیو ورځو کې د سعودي عربستان د پوځي مشرانو لیک چې ولي عهد محمد بن نایف، د لومړي وزیر مرستیال او د هیواد وزیر ته استول شوی وو په ټولنیزو رسنیو کې خپور شو. په دې لیک کې پر یمن د عربي ایتلاف به نامه جګړې ته د استولو شویو سرتیرو پایلو ته نغوته شوې ده.
په دې لیک کې چې دلسو لوړ پوړیو چارواکیو له لوري لاسلیک او د عربستان شاهی ته رسیدلی راغلي: «د عربستان وسله والو ځواکونو مونږ
په داسې حال کې چې سعودي او ددې هیواد پوځي ویاند له ژبې ټینګار شوی چې سوریې ته د ځواکونو د استولو پریکړه شاتګ نشي کولای. د سعودي عربستان د پوځیانو په لیک کې راغلي: « سوریې ته د ځمکنیو قواوو استول به زمونږ ملي امنیت له ګواښ سره مخ کړي او ډیرې ګواښونکې پایلې به له ځآن سره ولري».
ددې لیک لاسلیک کونکو د لیک په پای کې دې پریکړې ته یو ځل بیا د بیا کتنې غوښتنه کړې ده.
د لاسلیک کونکو نمونه:
- ارتشبد عبدالله بن على بن عبدالله النمله
- ارتشبد صالح بن على بن محمد المحیا
- ارتشبد علی بن محمد بن على الخلیفه
- سرلشکر مریع بن حسن بن علی الشهرانی
- سرلشکر عبدالرحمن بن عبدالله بن حمد المرشد
- سرلشکر أسعد بن عبدالعزیز الزهیر
- سرلشکر ماجد بن طلحاب بن حمد العتیبی
- سرلشکر ناصر بن عبدالعزیز بن عبدالله العرفج
- سپهبد عون بن علی بن أحمد الشمرانی
- سپهبد علی بن هلهول بن جروان الأشجعی الرویلی