یو شمیر نړیوالې سیاسي او سیمه ایزې برخې په عراق کې د ولسي ځواک د کمزورتیا په هڅه کې دي
د حشد شعبي په نامه په عراق کې د ولسي ځواک د سمون کمیټې ویاند احمد الاسدي د دې ډلې د کمزورتیا په موخه د یو شمیر کړیو له هڅو خبر ورکړی دی.
د ریپوټونو له مخې الاسدي په خپلو خبرو کې ویلي: «یو شمیر نړیوالې او سیمه ایزې کړۍ چې پّ عراق کې له ولسي ځواک سره خپله دښمني نه پټوي د کمزورتیا په هڅه کې دي له دې سره دوی هڅه کوي ترڅو په عراق کې دا ډله کمزوره کړې».
الاسدي د خل
دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې هادي العامري چې دبدر سازمان لوی منشي دی د داسې یوې چلوټې له شنډولو خبر ورکړی چې د خلیج هیوادونو د له منځه تلو لامل ګرځیده.
نومه وړي په یوه ټلویزیوني مرکه کې ویلي: «له حشد شعبي وروړنو سره زمونږ ملګرتیا د هیواد دیني مرجعیت د غږ له مخې ملاتړ او په عراق کې د دیني ودانیو او امنیت ساتلو ملګرتیا ده».
له دې سره ده زیاته کړې: «حشد شعبي یوه لویه چلوټه چې نږدې وه له مخې یې د خلیجي هیوادونو د له منځه تلو لامل شوې وی له نابودی سره مخ او له منځه وړې ده».
العامري د حشد شعبي پر وړاندې د رسنیو برید نیوکه کړې او دا یې د مخالفینو له لوري یوه چلوټه ښودلې ده او له هغه ډګرونو بې خبره دي کوم چې د داعش ترهګریزې ډلې له لوري تر سره کیږي.
ددې ډلې په مرسته او ملتیا په سیمه کې د دولتي سرتیرو لاسته راوړنې او د عرب سني مذهبو د وسله والو پاځونو په ملتیا د داعش وسله والو ډلو ته تر ډيره زیانونه اوښتي دي. دې وسله والو په خپلو بریدونو کې د بعث ګوند او نورو وسله والو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده هغه وسله والو ډلو ته د چې د سعودي عربستان و قطر تر ملاتړ لاندې فعالیت کوي او د نومه وړې ډلې د له منځه وړلو هڅې کوي.
څارونکو د عربستان او قطر د رسنیو تورونه له مخې رامنځ ته شوی پلان ښودلی ویلي یې دي چې مغرضه رسنی یواځې د خپلو تبلیغاتو لپآره د مناسب وخت لپآره په تمه وي. کارپوهان په دې آند دي د حشد شعبي بریاوې او د تکریت صلاح الدین او دیالي ښارونو په نیول کې یې مهم رول په لوبو سره دې رسنیو ته یو مناسب وخت په لاس ورغی.
د ویلو وړ ده چې حشد شعبي د دوه زره څوارلسم کال دجون په میاشت کې دداعش په پرمختګ سره چې په بیلا بیلو سیم کې یې درلود د سني مذهبو خلکواو ډلو په مرسته رامڼځ ته شو او خپلو سیاسي موخوته د رسیدو په موخه یې فعالیت پیل کړ. ددې ډلې د رامنځ ته کیدو لویه موخه دعلاویان، د النجیفي وروڼوپه څیر د هغه ډلو پر وړاندې رامنځ ته شوې کوم چې د قطر او عربستان پّ ملاتړ تر لاسه شوې دي.