د سوريې دولت وسله والي مخالفي ډلي خبرو ته چمتو شوې دي

د سوريې دولت وسله والي مخالفي ډلي خبرو ته چمتو شوې دي له دي سره چې دوی د خبرو لپاره ځيني آړونه وړاندې کري وو خو د سوريي لپاره د ملگرو ملتونو ځانگړي استازي ويلي چې دا خبري به د يکشنبه په ورځ پيل 21F59539-E6D0-4A1D-93F1-16DA01AAEB45_w640_r1_sشي

د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازي له میاشتینیو هڅو وروسته تیره ورځ په جینو کې د ملګرو ملتونو په دفتر کې د استیفن دیمیسټورا او د سوریې دولت د استازو ترمنځ خبرې شوې دي.

د مخالفینو کمیټه چې د سوریې دولت د وسله والو مخالفینو له لوري رامنځ ته شوې، په دې خبرو کې یې ګډون ته چمتوالی ښودلی دی.

مخکې له دې دې کمیټې ویلي وو: هغه مهال به خبرو ته کښیني چې پر دوی هوایي بریدونه پای ته ورسیږي او ددوی ترواک لاندې پر سیمو کلابندی ته د پای ټکی کیښودل شي خو تیره ورځ د ملګرو ملتونو استازی خبرو ته د سوریې دولت وسله والو مخالفینو له چمتوالي خبر ورکړ.

استيفن دمستورا – ” په دې هکله چې دوی په جدي توګه مسایل څیړې د پام وړ دلایل لرو نو له دې مخې مونږ به د یکشنبه په ورځ خبرې پیل کړو او د سوریانو لپاره به لاره هواره شي.”

د فرانسې خبري آژانس د ریپوټ له مخې د مخالفینو کمیټې پریکړه کړې چې د جینو ناستې به خپل دیرش تنه استازي استوي. دډې کمیټې یوه غړي ویلي دوی به جینو ته لاړ شي خو له دولتي چارواکیو سره به خبرې ونکړي.

هيند خباوت – ” مرکه چي نلرو یواځې د مخالفینو استازو په توګه یوه کوچونۍ ډله جینو ته ځي ترڅو د خپلو غوښتنو په هکله خبرې وکړي او د دې استازو نمونه به ډير ژر په ډاګه شي مونږ دلته راغلي یو ترڅو نړیوالو ته ووایو چې مونږ د مخالفین له کمیټې ملاتړ کوو.”

د یو شمیر نړیوالو او سیمه ایزو هیوادونو د هوکړې له مخې چې د سوریې په چارو کې دخیل دي د خبرو لپاره شپږ میاشتنې د لنډ مهالي حکومت او په اساسي قانو کې او بیا د ټاکنو تر سره کیدو لپاره دوه کلنی موده په پام کې نیول شوې ده.

د دواړو غاړو استازې به مخامخ له یوه بل سره خبرې نکوي او دا خبرې به د ملګرو ملتوو د استازي په منځګړیتوب پر مخ بیول کیږي بله خوا د ملګرو ملتونو استازي ویلي دا خبرې باید ګټورې پایلې ولري. د امریکا بهرنیو چارو وزیر د دولت له مخالفینو غوښتي ترڅو له کوم آړ وړاندې کولو پرته په دې خبرو کې ګډون وکړي.

Author

خروج از نسخه موبایل