نن سهار د تګاب د جنوبي برخې پر پوستو وسله والو بريدونو كې اووه مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د تګاب د سيمه ييزو پوليسو قومندان اسد اغا ساپى وايي، نن سهار د تګاب د جنوبي برخې پر پوستو وسله والو بريدونو كې اووه مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

نوموړي  ته وويل، دا بريدونه د عامه نظم پر پوستو شوي دي او تر اوسه عامه نظم پوليسو ته د اوښتو تلفاتو په اړه معلومات نه لري: (( طالبانو سهار څلور بجې له څو خواو نه قوي تعرضونه وكړل، خو په سيمه كې د ملي اردو لوى كمپ موجود دى چې د هغوى پر وخت مرسته راورسېده، په جګړه كې درې طالبان مړه دي او ۴ نور زخميان دي.))

بلخوا په سيمه كې د عامه نظم پوليسو د كنډك قومندان ايمل وايي، په دغه نښته كې دوه پوليس ټپيان شوي او د جګړې له كبله تر څو ساعتونو پولې د تګاب-سروبي لاره هم تړلې وه.

Author

خروج از نسخه موبایل