امریکا متحد ایالتونه په عراق او سوریه کې د داعش پر ضد ځمکنیو عملیاتو ته چمتو دي

ریانووستي د امریکا متحدو ایالتونو د دفاع وزیر اشتون کارتر د اعلامیې پر بنسټ خبر ورکوي، چې د امریکا متحدو ایالتونو تر مشرۍ لاندې لوېدیزې ټلوالې په سوریه او عراق کې د «اسلامي دولت» د ترهګرو پر ضد په مبارزه کې د ځمکنیو پوځونو د کارولو پرېکړه وکړه.

کارپوهان په دې اند دي، چې دغه کار به یوازې د ځانګړو دندو د پوځیانو د کارولو په بڼه وشي.

رویټر اژانس د CNBC ټلویزیوني چینل له خولې خبر ورکوي، چې د امریکا متحدو ایالتونو د دفاع وزیر کارتر اعلان وکړ، چې په عراق او سوریه کې به د «اسلامي دولت» پر ضد د مبارزې د کړنلارې په اډانه کې ځمکني عملیات هم وشي.

پخوا د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر برک اوباما اعلان کړی وو، چې امریکا متحد ایالتونه نه غواړي، په سوریه او عراق کې په نوې ستره جګړه کې ځان ښکېل کړي. د ساري په توګه اوباما د ۲۰۱۵ کال د دیسمبر پر ۷ —مه د خپل هېواد وګړو ته په وینا کې وویل، چې دغه کار د زرګونو پوځیانو په وژل کېدا او په زیاتو لګښتونو تمامیږي.

د روسیې یو سیاستپوه الکساندر خرامچیخین په دې باور دی، چې بې له ځمکنیو عملیاتو په سوریه کې د پېښو په بهیر کې د اوښتون راتلل ناشوني دي.

الکساندر خرامچیخین په همدې تړاو د خپل لید د څرګندولو په ترڅ کې وایي:

«که چېرې خبره د امریکایانو پر سر وي، نو زه په خپله، د ځانګړو دندو د پوځیانو له عملیاتو پرته، بل څه نه وینم. کېدای شي، چې اوباما دا په فکر کې ولري، چې د عراق اردو به د دوی لپاره دغه ځمکني عملیات وکړي. خو دغه اردو زما په فکر د دغسې عملیاتو سرته رسولو ته نه دی چمتو. زه په دې باور یم، چې په منځني ختیځ کې د پراخې کچې په جنګي عملیاتو کې د امریکا متحدو ایالتونو د وسله والو ځواکونو ګډون بیخي ناشونی دی».

الکساندر خرامچیخین زیاتوي چې د روسیې فدراسیون د هوایي-کیهاني ځواکونو او د لوېدیزې ټلوالې د ځواکونو، یوازې په هوایي عملیاتو د «اسلامي دولت» جګړه مارانو ته د ماتې ورکول ناشوني ښکاري.

الکساندر خرامچیخین د خپل همدغه نظر د څرګندولو په ترڅ کې زیاته کړه: «د سوریې په شخړه کې د روسیې د ګډون د درې نیمو میاشتو پایلو ته په کتو، همدا اوس د پوهېدا وړ ده، چې د سوریې اردو د دې پوره وس نه لري، چې هېواد ازاد کړي. هغه څه چې موږ لاسته راوړل، هغه دا دي، چې د سوریې اردو نور په شاتګ ته نه اړ کیږي. خو د غاښ ماتوونکي یرغل زور هم نه لري. په نتېجه کې د ځواکونو یو ډول انډول راپیدا شوی. روسیې د بشار اسد د رژیم د سټوونکي ړنګېدا مخنېوی وکړ، خو د هېواد بشپړ ازادول په اوسني قوت او زور ناشوني دي».

د ټلوالې نور هېوادونه د پوځي عملیاتو د ځمکنۍ برخې په وړاندې ټاکلی دریځ نه لري. د ساري په توګه، المان اتحادي جمهوریت د «اسلامي دولت» پر ضد مبارزې ته ۱۲۰۰ تنه پوځیان ولېږل، خو د دغه شمېر د زیاتولو ملاتړ یې ونه کړ.

روسیې هم څو ځله په ډاګه اعلان کړی، چې په سوریه کې په ترهګریز ضد عملیاتو کې د روسیې د ځمکنیو پوځونو د ګډون خبره تر اوسه نشته. د روسیې پوځیان په سوریه کې د «اسلامي دولت» د جګړه مارانو پر مورچلونو له هوا څخه ګوزارونه کوي او همدارنګه خپلې جنګي بېړۍ هم په دغو عملیاتو کې کاروي.

Author

خروج از نسخه موبایل