د سوريي په جنگي سيمو کي 400000 کسان کلابند دي

د سوريي په جنگي سيمو کي ۴۰۰۰۰۰ کسان کلابند دي

ملگر ملتونو له دي سره ويلي ددي کسانو حالت کړکيچن او بيړنيو مرستو ته اړتيا لري د ملگرو ملتونو دخوړو ادارې خبريال ويلي، که دې کسانو ته مرستي ونه رسيږي کيداي شي د لوږي له امله خپل ژوند له لاسه ورکړي

د ملګرو ملتونو د لوږې او قحطي په برخه کې خبریال د سوریې له پنځه لسو جګړه ځپلو سیمو په هکله چې اوس مهال کلابندې دي ویلي: په دې سیمو کې څلور سوه زره کسان له ډير بد حالت سره مخ دي او بیړنیو مرستو ته اړتیا لري.

ده ویلي ددې سیمو اسیدونکي له سختې لوږې سره مخ دي، په دې سیمه کې خوراکي توکي شتون نلري او که شتون هم دي بیه یې دومره لوړه ده چې لاس رسی ورته شونی نه ښکاري. د ملګرو ملتونو دې استازي په دې پنځه لسو سیمو کې د جګړې د بندولو او دې سیمو ته د بشری مرستو د رسولو غوښتنه کړې ده.

هلال الور د سوریې مضایا ښار فوعې او کفریا سیمو ته د بشری مرستو رسولو ته چې څه موده وړاندې رسول شوي په نغوتې سره له دولت او وسله والو مخالفینو غوښتي ترڅو دې سیمو ته د بشري مرستو د رسولو اجازه ورکړيږ

ده ویلي څلور سوه زره سوریان په هغه سیمو کې بند پاتې دي کوم چې دوی ته د خورو رسول ډير ستونزمن او ناشونی کار دی. ملګرو ملتونو ویلي سوریان له څلور کلنو نښتو او خونړیو هوایي بریدونو سربیره اوس مهال له قحطی سره هم مخ شوي دي. دوی ویلي د جګړې پر مهال د ملکي کسانو برمته کول او په لوږه کې ددوی ساتنه د نړیوالو قوانینو پر خلاف دي او له جنګي جنایاتو څخه شمیرل کیږي.

Author

خروج از نسخه موبایل