پاکستان په سعودي کې د خپلو پوځيانو شمېر زياتوي

د پاکستان د دفاع وزير، خواجه اصف قومي اسمبلۍ ته په وينا کې د پوځيانو د زياتولو اعلان کړی دی150329121431_khwaja_asif_640x360_getty

پاکستان اعلان کړى دی چې په سعودي عرب کې به د خپلو پوځيانو شمېر زياتوي.

دا پوځيان د دواړو هېوادو ترمنځ د يوه پخواني تړون له مخې هلته لېږل شوي دي. د پوځيانو د زياتولو اعلان د پاکستان د دفاع وزير، خواجه اصف قومي اسمبلۍ ته وينا کې کړى دى.

ده وويل چې دا مهال ١١٠٠ نه زيات پاکستاني پوځيان سعودي کې ځاى په ځاى دى چې د دې په شمېر کې به نور زياتوالى راولي.

که څه هم ده په دې اړه څه و نه ويل چې د پوځيانو شمېر کې به څومره زياتوالى راځي خو په داسې وخت کې دا اعلان کېږي چې د پاکستان لومړي وزير، نواز شريف، رياض کې د سعودي او تهران کې ايراني چارواکو سره ليدلي دي.

د سعودي په مشرۍ د ٣٤ هېوادو اتحاد ته د اشارې پر مهال ده وويل چې دا اتحاد هېڅ پوځي هدفونه نه لري، ده زياته کړه چې دا اتحاد د هېڅ يوه هېواد پرضد نه دى بلکې د ترهګرۍ پر ضد جوړ شوى دى.

ده وويل چې دې اتحاد کې د شاملو هېوادو ترمنځ مشورې روانې دي ، او اسلام اباد ته د سعودي د دفاع او بهرنېو چارو د وزيرانو د سفر پر مهال خبرې وشوې.

ده سعودي اوايران ته د لومړي وزير نواز شريف سفر کامياب وبللو او ويې ويل “دا مهال اسلامي امت خپل منځي اتحاد ته ډېره اړتيا لري”

Author

خروج از نسخه موبایل