پاکستان ایرن او سعودي خبرو ته وهڅول

ټاکل شوې چې ریاض ته د سفر وروسته پاکستاني مقامات تهران ته لاړ شي او د ایران د ولسمشر حسن روحاني سره وگوري.

د پاکستان د حکومت لوړپوړي ملکي او پوځي مقاماتو د سعودي عربستان او ایران ترمنځ – د منځني ختیځ د دوو سیالو ځواکونو – ترمنځ د مفاهمې غوښتنه وکړه.

د پاکستان صدراعظم نواز شریف او ددې هیواد لوی درستیز راحیل شریف د دوشنبې په ورځ په ریاض کې د غرمنۍ لپاره د عربستان د پاچا ملک سلمان میلمانه وو.

پاکستاني مقاماتو وویل چې “دوه اړخیزه همکاري او په سیمه کې وروستۍ پیښې” د دواړو خواو ترمنځ د خبرو اصلي اجنداوی وې.

ریاض ته د پاکستاني مقاماتو سفر په داسې حال کې کیږي چې اسلام آباد غواړي د ایران او عربستان ترمنځ د وروستي دیپلوماتیک کړکیچ په کمولو کې مینگړیتوب وکړي.

ټاکل شوې چې ریاض ته د سفر وروسته پاکستاني مقامات تهران ته لاړ شي او د ایران د ولسمشر حسن روحاني سره وگوري.

په دې سفر کې مل پاکستاني چارواکو د اسوشیتید پرس اژانس ته د نوم د نه څرگندولو په شرط ویلي چې د پاکستان لوی درستز د ایران او سعودي ترمنځ د مفاهمې د لارې چارې په پرانستلو ټینگار کړی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې اسلام آباد د تهران او ریاض ترمنځ د رامنځ ته شوي کړکیچ په وجه خورا اندیښمن دی.

په ایران کې د شیعه گانو په مشرۍ حکومت او د سعودي شاهي سني نظام له ډیرې مودې راهیسې سره سیالي کوي، خو د دواړو هیوادونو اړیکې په څو تیرو اونیو کې خورا خړې پړې شوې دي.

د سعودي او ایران اړیکې له هغه وروسته خرابې شوې چې ریاض یو شیعه عالم نمبر باقر النمر اعدام کړ، مظاهره کوونکو يې پر ضد په تهران او مشهد کې د سعودي پر سفارت او قونسلګرۍ یرغل وکړ.

سعودي عربستان سم له واره له ایران سره ډیپلوماتیکې اړیکې پرې کړې او ورسره، بحرین، سوډان، کويټ هم له تهران سره خپل ډيپلوماتیک روابط پرې کړل او متحده عربي اماراتو بیا خپلې اړیکې یوازې د سوداګرۍ کچې ته راټیټې کړې.

Author

خروج از نسخه موبایل