د عربي ایتلاف د مشرانو په خبرو کی توپیر

د عربي ایتلاف د مشرانو دوه ګونی څرګندونی یو ځل بیا رسانه یي شوی. په داسی حال کی چی په یمن کی د سعودی عربستان د عملیاتو ویاند احمد عسیری د تیر کال د اپریل میاشتی په یوشتمه نیټه څرګندونو کی دا ویلي وو چی، چی د طوفات عملیات د منصور هادي په غوښتنه پیل شوي دي. د یمن پرس تارنمای د ریپوټ له مخی، د یمن تښ81554240-6358479تیدلي ولسمشر عبدربه منصور هادي له ابو ظبي ټلویزیوني شبکی سره په مرکه کی د طوفان عملیاتو په لړ کی د حوثیانو بریدونو ته چی له یمن څخه دده له وتلو سره پیل شوی او ددوی پرمختګ دی حیران کړی په اشاری سره ویلی: حوثیان هوایي ډګر ته را ورسیدل او زمونږ لاره یی بنده کړه او مونږ اړ شوو ترڅو له بلی لاری هوایي ډګر ته ځانونه ورسوو. د شپی په اتو بجو د الغیظه ښار ته را ورسیدو، ټوله شپه په لاره کی وو او په ناڅاپي توګه خبر شوو چی د قاطیعت عملیات پیل شول، زما له پاره پوښتنه رامڼخ ته شوه چی آیا دا شونی ده ځکه چی امریکایانو مخکی له دی ویلی وو چی دوی مداخله نکوی.

Author

خروج از نسخه موبایل