د عربستان د وروستیو تګلارو له مخی دی هیواد د تعز ښار د آزادولو د نیتې محدودیت اعلان کړ. د بویمن خبري آژانس د ریپوټ له مخې . د سعودي عربستان د غیر مسولانه ګام له مخې داسې ښکاري چې دا هیواد د یمن سیاسي ستونزې د حل لارې په
د عربستان دوه مخي په داسې حال کې ده چې اسمعیل ولد شیخ احمد د ملګرو ملتونو په استازیتوب له تولو ښکیلو خواوو غوښتي ترڅو د یمن ستونزې د هواری لپاره د خبرو او دیپلوماسۍ لاره خپله کړې او په ډې لارې خبرو ته ور ودانګي. دا هغه وړاندیز دی چې میني ډلې او د نصارالله خوځښت یې پلویتوب کوي خو دا بهیر د عربستان له بیغوری سره مخ شوی دی.
سعودي عربستان ددې پریکړې او غوښتنې مخالفت کوي او دا ددې شکارندویي کوي چې عربستان له لومړیو په یمن کې د ستونزو د رامنځ ته کولو په لټه کې وواو د یمن راتلونکې هم په خپله جګړه کې بندیوانه بولي.
د عربستاان دا تګلارې په داسې حال کې رسانه یي ګیږي چې د سعودي عربستان شاه ملک سلمان بن عبدالعزیز آل سعود د خبرو له لارې د یمن د ستونزې د هواری غوښتنه کړې وه. د عربستان دا تګلارې داسې پوښتنې رامنځ ته کوي چې ایا په سیمه کې د به د سعودي عربستان د چارواکیو د دوه ګونو څرګندونو له امله جګړه دوام پیدا کړي او یا دا چې عربستان په لومړیو نه غوښتل ترڅو ددې هیواد ستونزې د خبرو له لارې هوارې شي.