د فنلند مقامات د جنسي ازار او اذيت د جناياتو د لوړېدو د ګراف له امله په انديښنه کې دي. د امطلب ديلي تلګراف ور کړی دي.
د دغه هېواد دامنيتي ار ګانونو په خبره ډيري داسي پيښي ئي ثبت کړي دي چې په دغه هېواد کې مهاجرينو د نوې کال په شپه ډيرو ښځو ته ازار او اذيت رسولی دي. د بيلګې په توګه د نوی کال په شپه دلته هم همهغه پلان عملي شو ، کوم چې د المان د کولن په ښار کې تر سره شول.« د فنلند په تاريځ کې د جنسي تيري عمل — بيخي نوې پديده ده. موږ پخوا هيڅکله هم د نوې کال په شپه د دآ ډول جنسي ازار او ربړ سره مخامخ شوي نه وو». دامطلب د هلسنکي د پوليسو مرستيال ايلکا ککيماکې څر ګند کړ. دی وايي هېواد ته په ۲۰۱۵ کال کې ۳۲ زره کډوال راغلل. د فنلند په پارکونو او کوڅو کې هيڅ دا ډول پيښي تر سره نه شوي. « زه په بشپړه توګه د نورو د کلتور سره بلد نه يم خو زه په دې معتقد شوم، چې د يوشمېر دغو کسانو ذاتي تفکر په متفاوتو درجو کې قرار لري. يو شمير کسان په قوي باور داسي فکر کوي چې ګواکې دوی ته اجازه ده چې په کوڅو کې د زورزياتي څخه کار واخلي، او يا هم په کوڅو کې نجوني لمس کړي» — دامطلب پوليس څر ګند کړ.
د المان د کولن پيښي په ټوله نړۍ کې غصه را وپاروله. د نوې کال پر شپه پر ښځو د مهاجرينو له خوا حملي تر سره شوي، چې په اغلب ګمان ئي جنسي ماهيت درلود. تر اوسه پورې په دې اړه پوليسو ته ۳۵۰ شکايتونه رسيدلي دي.