د سوریې بهرنیو چارو وزیر ولید المعلم د جینو په ناسته کې له ګډونه خبرورکړی دی
ده تیره ورځ ددې هیواد لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازي اسټفن دمیستورا سره د لیدنې پر مهال ویلي: دوی به د سوریې
ستونزې د هواری په هکله دملګرو ملتونو تر څار لاندې ناسته کې ګډون وکړي.
تمه ده چې دا خبرې به د روانې میاشتې په پنځه ویشتمه نیټه په جینو کې پیل شي. له دې سره معلم د ملګرو ملتونو له استازي څخه وغوښتل ترڅو دوی ته د هغه وسله والو مخالفینو نوم لړ وسپاري کوم چې په دې خبرو کې د ګډون غوښتونکي دي. ده یوځل بیا ویلي چې سوریه له ترهګریزو ډلو سره خبرې نکوي. د سوریې په څلور کلنه او نهه میاشتینۍ جګړه کې له دوه سوه پنځوس زره ډير کسان وژل شوي دي د بشر حقونو د مالوماتو له مخې یواځې تیره کال په ډې هیواد کې پنځه پنځوس زره کسان چې دیرش زره یې ملکیان وو وژل شوي دي.