ولسمشر غني د مشرانو جرګې انتصابي غړو دنده وغځوله

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، ولسمشر محمد اشرف غني د مشرانو جرګې د انتصابي غړو د کار موده غځولې ده. ښاغلي غني دا پرېکړه تېره ورځ (مرغومي ۱۸مه) په ارګ کې د مشرانو جرګې له ځېنو غړو سره تر کتنې وروسته کړې ده.

د ولسمشرۍ ماڼۍ خوا خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوی، ولسمشر د مشرانو جرګې د غړو په غوښتنه دا پرېکړه کړې.

   پخواني ولسمشر حامد کرزي د انتصابي سناتورانو په پېژندلو کې ځنډ وکړ، دوی هم استدلال کوی چې باید خپله پنځه کلنه دوره بشپړه کړي، نو په دې حساب یې د روان ۱۳۹۴ کال په کب میاشت کې وخت پوره کېږي.

و ولسمشر په فرمان کې ویل شوي، د مشرانو جرګې انتصابي غړي د ولسي جرګې د ۱۶مې دورې د کار تر پای او د نویو انتصابي غړیو تر پېژندل کېدو پورې خپل کار ته دوام ورکړي.

د افغانستان مشرانو جرګه ۱۰۲ غړي لري چې ۳۴ غړي (درېيمه برخه) یې د ولسمشر لخوا انتصابېږي. د قانون له مخې د انتصابي غړو پنځه کلنه دوره د جوزا په لومړۍ نېټه د ولسمشر له کاري مودې سره یوځای پایته رسېږي.

خو دا چې ولسمشر ددوی په پېژندلو کې ځنډ کړی، نو ددوی استدلال دا دی چې باید خپله پنځه کلنه دوره بشپړه کړي، نو په دې حساب یې د روان ۱۳۹۴ کال په کب میاشت کې وخت پوره کېږي.

Author

خروج از نسخه موبایل