د هيواد په بندخونو کي د ښځو پر وړاندې د ستونزو د هواری په تړاو د ولسمشر د فرمان له صادريدو وروسته سترې محکمې د ځيړنې په موخه يو پلاوی ټاکلی چي له ننه به خپل کار پيل کړي
ولسمشر محمد
ښاغلي حلیم زیاته کړې په دې هکله یو پلاوی ټاکل شوې چې له شنبې ورځې به پر خپل کار پیل وکړي.
د ښځینه بندیانو په هکله د ستونزو د هواری په موخه د ولسمشر په حکم کې راغلي چې په کابل کې د ښځینه بندیانو ستونزې به وڅیړل شي او پایله به یې ولسمشری ماڼۍ ته واستول شي.
ولسمشر په داسې حال کې حکم صادر کړی چې د ښځینه بندیانو دوسیو ته د سمې نه رسیدنې په هکله ریپوټونه خپاره شوي دي. ځه موده وړاندې هم د افغانانو دیوالي ټولنې له لوري په تر سره شویو مرکو کې چې په کابل هلمند بلخ هرات او کندهار ولایتونو کې یې له ښځینه بندیانو سره تر سره کړې وه لویه ستونزه د ښځینه بندیانو لپاره د مدافع وکیلانو او ښځینه پولیسو په کمښت ښودل شوې وه.
په دې څیړنه کې راغلي وو چې عدلیې وزارت محکمې او ستره محکمه د ښځینه بندیانو دوسیو ته لومړیتوب نه ورکوي او ښځینه بندیانو له نیول کیدو تر خوشی کیدو څورول کیږي
د ریپوټونو له مخې اوس مهال د هیواد په بندخونو کې د ښځینه بندیانو په ګدون څلور ویشت زره کسان شپې ورځې تیروي.