د امريکا دولت په تولنيزو شبکو کي د داعش له لوري د پلويانو جذبولو د مخينوي په موخه ځينې پلانونه تر لاس لاندي نيولي دي
له دي سره ويل شوي چي اينتر نيټي لويو شرکتونو او سپينې ماڼۍ ترمنځ په دي هکله ځيني هوکړې هم ش
سپینې ماڼۍ ویلي: د امریکا حکومت لوړ پوړیو چارواکیو د انترنیټي لویو شرکتونو لکه ګوګل، اپل، مایکروسافت، فیسبوک او ټویټر له مدیرانوس ره په کالیفیرینیا کې لیدلي او له دوی سره یې د ترهګری د دود مخنیوي په موخه خبرې کړي دي. د مالوماتو له مخې امریکا له ترهګرو سره د یوځای کیدو د مخنیوي په موخه کار پیل کړی دی.
د امریکا د فدرال پولیسو یا اف بي آی مدیرانو ویلي چې د امریکا اسختباراتي ادارې او لویه ځارنوالي هم په دې ډول ناستو کې ګډون کوي. سپینې ماڼۍ ویلي: دوی په پام کې لري چې د ترهګرو له لوري له انتر نیټ څخه د کاراخستنیې او له دې لارې د کسانو ګمارنې مخنیوي په موخه یوه عملیاتي ډله رامنځ ته کړي. له دې سره د امریکا بهرنیو چارو وزارت له امریکا بهر ددې ډول کړنو د مخنیوي په موخه د یوه نړیوال مشارکت د رامنځ ته کولو خبر ورکړی دی. د سپینې ماڼۍ یوه ویاند ویلي: د پاریس او امریکا بریدونو دا وښوده چې باید د داعش د تبلیغاتو او بنسټپالینې مخنیوی باید وشي.
په ورته حال کې: په فيلادلفيا شار کي يوه بريدگر چي ويلي يي د داعش وسله والي دلي غري دي پر يوه پوليسو بريد کري او سخت يي تپي کري دي
ده پر دي پوليسو چي د گزمي په حال کي وو يولسو دزي کري دي
بريدگر په لومرنيو پلتنو کي منلي چي د داعش وسله والي دلي غري دي او دا بريد يي د اسلامي باورونو له مخي تر سره کري
د فيلادلفيا شاروال بيا ويلي ددي پيشي هيخ دول له اسلامي ارزشتونو سره پرتله کيداي نشي