ننګرهار كې د يوې ښځې په ګډون ۴ تنه د دولت ضد فعاليتونو په تور نيول شوي

ننګرهار كې د يوې ښځې په ګډون ۴ تنه د دولت ضد فعاليتونو په تور نيول شوي د ننګرهار امنیتي چارواکي وايي، د یو طالب قوماندان، یوې ښځې او یو ماشوم په ګډون یې څلور تنه په دغه ولایت کې د دولت ضد کړنو په تور نیولي دي.

دغه کسان نن امنیتي چارواکو د یوې خبري غونډې پرمهال خبریالانو ته هم وروښودل.

د ننګرهار امنیه قوماندان پاسوال فضل احمد شیرزاد نن په یوې خبري غونډه کې وویل، چې د جلال اباد ښار شپږمې امنیتي حوزې او چپرهار ولسوالۍ اړوند امنیتې ځواکونو په دغه سیمه کې، یوه ښځه او یو ماشوم له یوې تفنګچي، یو سل او شل فیره مرمیو، دریو شاجورونو او یوه چسپکې ماین سره نیولي .

قومندان شیرزاد وايي د نیول شوې ښ

ځې ورور هم د بهسودو ولسوالۍ اړوند سیمه کې له یوه ماین سره نیول شوی دی.

امنیه قومندان په ورته مهال وویل چې، امنیتې او کشفي ارګانونو د وسله والو طالبانو یو مهم کس چې، پخوا يې هم له کور څخه وسلې او مهمات تر لاسه شوي شوي وو نیولی دى .

شيرزاد وايي دغه تن يې د جلال اباد ښار اړوند سیمو کې نیولی .

چارواکو نیول شوي کسان د خبري غونډې پرمهال خبریالانو ته هم وروښودل او زياته يې كړه نیول شوي كسان د نورو پلټنو په موخه په امنیه قوماندانۍ کې تر پوښتنو لاندې دي.

Author

خروج از نسخه موبایل