د داعش ډلې د پنځو کسانو د وژلو ويډیو خپره کړې

تر دې وړاندې هم “اسلامي دولت” نومې ډلې دې ته ورته ويډيوګانې خپرې کړې دي

“اسلامي دولت” نومې ډلې (داعش) ويډیو خپره کړې چې په هغه کې د پنځو کسانو چې ادعا کېږي د بريتانيا لپاره يې جاسوسي کوله وژل ښودل کېږي.

دا ويډيو په داسې حال کې اخيستل شوي چې دغه کسان په خپل جرم اعتراف کوي.

په ويډيو کې يو وسله وال کس چې ټوپک ور سره او مخ يې پټ دی د نيول شويو کسانو تر څنګ ولاړ ښکاري.

د داعش دغه غړی چې په بريتانوۍ انګريزي لهجه خبرې کوي، وړاندې تر دې چې دغه کسان ووژني کامرې ته مخ اړوي او بريتانیا ته ګواښنه کوي.

تر دې وړاندې هم “اسلامي دولت” نومې ډلې دې ته ورته ويډيوګانې خپرې کړې دي، چې د دغې ډلې د تبليغاتي جګړې يوه برخه بلل کېږي.

شننونکي وايي په دې ډول کړنو سره “اسلامي دولت” ډله غواړي د نړيوالو پام ځان ته ور واړوي او خلک له دې ډلې سره يو ځای کېدو ته وهڅوي.

نژدې دوې مياشتې وړاندې امريکايي الوتکو د نوموړې ډلې يو پروپاګند کوونکی محمد اموازي چې په جهادي جان مشهور و وژلی و، نوموړی د “اسلامي دولت” ډلې په هغو ويډيوګانو کې راڅرګند شوی و چې د ځينو برمته شويو لويديځوالو سرونه په کې پرې شوي وو.

Author

خروج از نسخه موبایل