د سعودي ايتلاف او حوثيانو تر منځ اوربند مات شو

وړاندې هم يمن کې د دواړو ښکېلو غاړو تر منځ اوربند اعلان شوی، خو کوم ځانګړی پرمختګ يې نه درلود

د سعودي عربستان په مشرۍ ايتلاف، چې يمن کې د حوثي ياغيانو پر وړاندې جګړه کوي وايي، نن له شنبې (۲ جنورۍ) د دواړو غاړو تر منځ اور بند ماتېږي.

د نوموړي ايتلاف په خبرپاڼه کې چې د سعودي دولتي رسنۍ خپور کړې راغلي، د دغه اوربند تړون چې تېره مياشت، جګړه کې د ښکېلو دواړو غاړو تر منځ شوی و، تراوسه څو ځله د حوثيانو له خوا تر پښو لاندې شوی.

اوربند د سولې خبرو لپاره پيل شوی و، خو ويل کېږي څو ځله ترې دواړو غاړو سرغړونه کړې وه.

د سعودي د خبرپاڼې له مخې د “عربستان له پولې سره نژدې پر پوستو د بريدونو او راکټ حملو له امله نن دغه اوربند پای ته رسېږي.”

د ملګرو ملتونو په وينا د ايتلافي ځواکونو او حوثي ياغيانو تر منځ شخړو کې د تېر کال مارچ مياشتې راهيسې نژدې ۶ زره کسان وژل شوي دي.

حوثي ياغيان چې د ايران ملاتړ ورسره دی، د يمن يو شمېر سيمې تر ولکې لاندې لري.

تېر کال مارچ مياشت کې د سعودي عربستان په مشرۍ يو پوځي ايتلاف جوړ شوی و، چې مقصد يې د يمن ولسمشر عبدربه منصور هادي بېرته واک ته رسول او د حوثي ياغيانو په شاتک و.

وړاندې هم يمن کې د دواړو ښکېلو غاړو تر منځ اوربند اعلان شوی، خو کوم ځانګړی پرمختګ يې نه درلود.

Author

خروج از نسخه موبایل