چارواکي وايي دغه چورلکه د فني ستونزې له کبله غورځېدلې
د افغانستان دفاع وزارت تایید کړې، چې لوګر ولایت کې د پوځ د روزنیزه چورلکه غورځېدلې ده
چارواکي وايي دغه چورلکه د فني ستونزې له کبله غورځېدلې.
د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري وايي، چورلکه په لوګر کې د پوځ روزنیزې قطعې اړوند ده، چې وايي د پیلوټانو روزنې پر مهال نسکوره شوه.
د نوموړي په وینا پېښه کې درې کسان وژل شوي او یو کس ټپي شوی دی.
نوموړي پېښه کې د حکومت وسله والو مخالفانو لاس درلودل رد کړل.
د ښاغلي وزیري په خبره نسکوره شوې چورلکه ایم ای ۱۱ ډوله ده، چې روسیه کې جوړه شوې وه.
لوګر ولایت کې ځايي چارواکي وايي چورلکه په ‘ محمد اغه ‘ سیمه کې د روزنیز الوت پر مهال غورځېدلې.