په روان کال کې بلوچستان کې ۴۶۳ کسان لاردکه او ۱۵۷ شکنجه مړي موندل شوي

په روان کال کې بلوچستان کې ۴۶۳ کسان لاردکه او ۱۵۷ شکنجه مړي موندل شوي

د پاکستان بلوچستان ايالت څخه د لا درکه شويو کسانو خپلوان وايي په ۲۰۱۵ کال کې له ياد شوي ايالت څخه ۴۶۳ کسان په زوره لادرکه شوي دي.

د بلوچستان مرکز کوټه ښار کې د جمعې پر ورځ د لادرکه شويو کسانو د خپلوانو ډلې (د ورکو شويو بلوڅانو غږ) مشر نصرالله بلوڅ ويلي، په تېر يوه کال کې په دغه ايالت کې ۱۵۷ شکنجه شوي مړي موندل شوي.

دی وايي د لادرکه شويو بلوڅانو غږ، دغې شمېرې د ورکو شويو کسانو د کورنيو، د سياسي او بشري جقونو ډلو او ځينو نور سرچينو څخه ترلاسه کړې دي.

نصرالله بلوچ وايي، په زور د لادرکه شويو کسانو شمېر کېدای شي تر دې هم زيات وي، ځکه چې په حکومتي کچه دا منلې شوې چې تر نوي پلان لاندې يې له ۹۰۰۰ زیات کسان نيولي دي.

دی وايي “د پاکستان د خونديتوب تر قانون لاندې حکومتي ادارې بايد د نيول شويو کسانو کورنۍ خبرې کړي، خو داسې نه کېږي.”

د لادرکه شويو کسانو د خپلوانو ډله وايي د دې برعکس، د نيونو په اړه معلومات نه دي وړاندې شوي او نه په دې اړه څه ويل شوي چې دغه کسان په کوم ځای کې ساتل کېږي.

د لادرکه شويو بلوڅانو غږ مشر وايي، تر ملي پلان لاندې ځينې نيول شوي کسان تر ۹۰ ورځو زيات بې له دې چې محکمې ته وړاندې شي په بند کې ساتل کېږي.

د بلوچتان ايالت له بېلابېلو برخو د شکنجه شويو کسانو د مړيو موندلو سلسله تراوسه هم روانه ده، خو ځايي حکومت وايي په دې ډول پېښو اوس کموالی راغلی دی.

د بلوچستان چارواکي وايي په ۲۰۱۴ کال کې له ۱۶۴ زيات شکنجه شوي مړي موندل شوي.

خو بل خوا د لادرکه شويو بلوڅانو غږ مشر دا ردوي او وايي، په ۲۰۱۴ کې ۴۳۵ بلوڅان لاپته شوي او ۴۵۵ کسانو شکنجه شوي مړي موندل شوي وو.

د بشري حقونو او د بلوڅانو ملت پاله ډلې د دغو پېښو پړه د پاکستان پر استخباراتي ادارو اچوي، خو حکومت بيا تل دا تورونه رد کړي دي.

بلوچستان کې د شکنجه شويو کسانو د مړيو موندلو سلسله له ۲۰۰۸ کال راهيسې پيل شوې.

Author

خروج از نسخه موبایل