وړاندې هم يمن کې د دواړو ښکېلو غاړو تر منځ اوربند اعلان شوی، خو کوم ځانګړی پرمختګ يې نه درلود
د سعودي عربستان په مشرۍ ايتلاف، چې يمن کې د حوثي ياغيانو پر وړاندې جګړه کوي وايي، نن له شنبې (۲ جنورۍ) د دواړو غاړو تر منځ
د نوموړي ايتلاف په خبرپاڼه کې چې د سعودي دولتي رسنۍ خپور کړې راغلي، د دغه اوربند تړون چې تېره مياشت، جګړه کې د ښکېلو دواړو غاړو تر منځ شوی و، تراوسه څو ځله د حوثيانو له خوا تر پښو لاندې شوی.
اوربند د سولې خبرو لپاره پيل شوی و، خو ويل کېږي څو ځله ترې دواړو غاړو سرغړونه کړې وه.
د سعودي د خبرپاڼې له مخې د “عربستان له پولې سره نژدې پر پوستو د بريدونو او راکټ حملو له امله نن دغه اوربند پای ته رسېږي.”
د ملګرو ملتونو په وينا د ايتلافي ځواکونو او حوثي ياغيانو تر منځ شخړو کې د تېر کال مارچ مياشتې راهيسې نژدې ۶ زره کسان وژل شوي دي.
حوثي ياغيان چې د ايران ملاتړ ورسره دی، د يمن يو شمېر سيمې تر ولکې لاندې لري.
تېر کال مارچ مياشت کې د سعودي عربستان په مشرۍ يو پوځي ايتلاف جوړ شوی و، چې مقصد يې د يمن ولسمشر عبدربه منصور هادي بېرته واک ته رسول او د حوثي ياغيانو په شاتک و.
وړاندې هم يمن کې د دواړو ښکېلو غاړو تر منځ اوربند اعلان شوی، خو کوم ځانګړی پرمختګ يې نه درلود.