په ۲۰۱۲ کال کې د شیخ باقر النمر نیول کېدو په سعودي عربستان ک
د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزارت د مشهور روحاني شیخ نمر باقر النمر د اعدام خبر ورکړی دی.
د سعودي حکومت ویلي، شیخ نمر د هغو ۴۷ کسانو په ډله کې وو چې د تروریستي جرمونو په تور اعدام شوي دي.
شیخ نمر په ۲۰۱۲ کال کې پر سعودي چارواکو تر ښکاره نیوکو او په دې هېواد کې د ټاکنو ترسره کولو له غوښتنې وروسته ونیول شو. النمر د عربستان په ختیځ کې د دولت ضد لاریونونو ملاتړ کړی وو.
د شیخ النمر خپلوانو د لړم (عقرب) په لومړیو کې ویلي وو چې په استیناف محکمه کې د النمر د اعدام حکم تایید شوی.
ایران په کلکه د النمر د اعدام مخالف وو او څو ځلې یې له عربستانه غوښتي وو چې دا حکم لغو کړي.
د باقر النمر نیولو په دې هېواد کې د شیعه اقلیت اعتراضونه راوپارول، خو د شیخ النمر پلویان وایي، هغه هېڅکله د تاوتریخوالي پلوی نه وو.
د سعودي عربستان د پخواني ولیعهد امیر نایف تر مړه کېدو وروسته، شیخ النمر د سعودي کورنۍ پرضد په یوه تنده وینا کې ویلي وو چې امیر نایف په قبر کې عذاب ویني او دوزخ ته به ځي.
د ۲۰۱۲ او ۲۰۱۳ میلادي کلونو ترمنځ، د سعودي حکومت د تبعیضي چلند پروړاندې د شیعه ګانو د اعتراض په لړ کې د سعودي په ختیځ قطیف سیمه کې ۲۰ کسان ووژل شول.
شیخ باقر النمر قطیف کې د اعتراضونو له مهمو مشرانو وو.
د بشري حقونو ډلو په هغه وخت کې وویل چې د شیخ نمر د محاکمې په لړ کې عدالت نه دی په پام کې نیول شوی او شیخ نمر ته پوره اندازه روغتیایي اسانتیاوې نه دي برابرې شوي. پولیسو د شیخ نمر د نیولو پر وخت څلور ځله د هغه پر پښو ډزې کړې وې.
د سعودي عربستان د پخواني ولیعهد امیر نایف تر مړه کېدو وروسته، شیخ النمر د سعودي کورنۍ پرضد په یوه تنده وینا کې ویلي وو چې امیر نایف په قبر کې عذاب ویني او دوزخ ته به ځي.